د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

بایډن: تر سپټمبره د کرونا ویروس په وړاندې کتلوي معافیت ترلاسه کول ګران دی


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د متحده ایالاتو لپاره به ډېره ګرانه وي چې د سپټمبر تر میاشتې پورې د کرونا ویروس په وړاندې کتلوي معافیت ترلاسه کړي.

بایډن له سي بي اېس نیوز سره په مرکه کې چې پرون خپره شوې ویلي هغه مفکوره چې موږ کولای شو، دغه ډله‌ییز معافیت د دوبي تر پایه ترلاسه کړو، دا به ډېره سخته وي.

کتلوي معافیت دا معنی لري چې د وګړو ډېره برخه د یوې ساري ناروغۍ په وړاندې د مخکېنیو سرایتونو یا د واکسینونو د تطبیق په نتیجه کې معافیت ترلاسه کړی وي.

دغه معافیت له دې سره مرسته کوي چې د ویروس سرایت ان په هغو خلکو کې چې مخکې یې معافیت نه‌دی ترلاسه کړی، پڅ شي.

ساینسپوهان وایي، د کتلوي معافیت لپاره پکار ده چې د نفوسو لږترلږه په سلو کې ۷۵ یې معافیت ترلاسه کړي.

بایډن وویل، دغه هدف ته د رسېدو په لاره کې یو خنډ لوژیستیکي ستونزې او د واکسینونو کمښت دی.

XS
SM
MD
LG