د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۴۰

خبرونه

پروان کې چاودنې یو تن وواژه او شپږ نور ټپیان دي 

ارشیف، پروان کې په یوه چاودنه کې ټپي شوی کس

د پروان په مرکز چارېکارو کې پر یوه رنجر موټر د مقناطیسي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نیمې بجې په چارېکارو کې دولتي پوهنتون ته څېرمه شوې ده.

د پروان د دولتي روغتون رئیس قاسم سنګین ازادي راډیو ته وویل چې له دغې پېښې د امنیتي ځواکونو د یوه غړي مړی او شپږ تنه ملکي ټپیان دې روغتون ته وروړل شوي دي.

د دغې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

دا په وروستیو څو ورځو کې په پروان کې د مقناطیسي ماینونو څلورمه چاودنه ده چې د دې ولایت په اوسېدونکو کې یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا له چین، روسیې او ځینو پیاوړو هېوادونو سره سیالي ستره ننګونه بولي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ حکومت وایي، له چین، روسیې او یو شمېر نورو پیاوړو هېوادونو سره سیالۍ د امریکا په وړاندې ستره ننګونه ده.

د سپینې ماڼۍ په یوه سند کې چې پرون خپور شو او د بایډن د ملي امنیت سیاست په‌کې مشخص شوی، چین د نړۍ دوهمه درجه اقتصادي هېواد یاد شوی دی.

په دغه سند کې راغلي، چین د امریکا یوازنی سیال دی چې په اقتصادي، ډيپلوماتیکو، تخنیکي او نظامي امکاناتو سره د نړیوال نظام ثبات ګواښلی شي.

په دغه ۲۴ صفحه‌یي سند کې خبرداری ورکړل شوی چې روسیه هم هوډ لري خپل نړیوال نفوذ پیاوړی کړي او په نړیواله صحنه کې مخرب رول ولوبوي.

سند کې د ایران او شمالي کوریا په اړه ویل شوي چې دغه دواړه هېوادونه د امریکا د متحدانو او سیمې ثبات ګواښي.

ننګرهار کې نامعلومه وسله‌والو د یوې کارخونې ۷ کارکوونکي ووژل

ارشیف، د ننګرهار جلال‌اباد ښار د یوې پېښې په سیمه کې ولاړ پولیس.

ننګرهار کې نامعلومه وسله‌والو د ګچو د یوې کارخونې ۷ کارکوونکي وژلي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان جمعه ګل همت رسنیو ته ویلي، پېښه تېره شپه په سره رود ولسوالۍ کې شوې ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر ازادي راډیو ته ویلي چې وژل شوي کارګران هزاره توکمه دي چې دغلته په مزدورۍ بوخت وو.

د ننګرهار د سیمه‌ییز روغتون مسؤلینو هم ویلي چې له څېرو دغه کسان هزاره توکمه ښکاري.

د برید مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی اخیستی، خو له دې وړاندې داعش وسله‌والو د پاکستان په کوټه کې پر هزاره توکمو ورته بریدونه کړي دي.

په یوه بله پېښه کې نن سهار ننګرهار کې د ماین چاودنې یوه ډاکتره ووژله او د هغې ماشومه لور یې ټپي کړه.

دغه چاودنه د ښار د عربانو ګولایي سیمه کې پر رېکشا د نښلول شوي ماین له کبله وشوه.

میانمار کې د اعتراض کوونکو ځپل؛ د مظاهرو پر مهال ۳۸ تنه وژل شوي

د میانمار د پوځي واکمنۍ ضد مظاهرې

په میانمار یا پخوانۍ برما کې له پرونیو خونړیو مظاهرو وروسته نن هم دغلته اعتراضونو دوام درلود.

نن زرګونه کسان د دوو لویو ښارونو یانګون او ماندالای سړکونو ته راوتلي و چې پولیسو یې بیا هم د تیت او پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه او ډزې یې پرې وکړې.

پرون د مظاهرو پر مهال ډزو کې ۳۸ تنه وژل شوي چې ملګرو ملتونو دغلته د اعتراضونو له پیل راهیسې دا خونړۍ ورځ یاده کړې ده.

د فبرورۍ له لومړۍ نېټې چې په میانمار کې پوځ کودتا کړې، دا هېواد تقریباً هره ورځ د مظاهرو شاهد دی او تر اوسه په‌کې د شاوخوا ۵۰ کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکول شوي دي.

بریتانیا د میانمار د وضعیت په اړه د خبرو لپاره سبا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه رابللې ده.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې د میانمار د پوځیانو په وړاندې پر نورو اقداماتو غور کوي او اروپایي ټولنې ویلي چې پر بې‌وسلې ملکیانو ډزې له نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.

بدخشان کې د واورې ښویېدو له کبله ۱۵ تنه مړه شوي

ارشیف، بدخشان کې د واورې ښویېدو له امله د یو وژل شوي کس مړی

د بدخشان په خواهان ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له کبله ۱۵ تنه مړه شوي او ۵ نور ژوبل دي.

د بدخشان والي محمد زکریا سودا ازادي راډیو ته ویلي، دغه ټول کسان سیمه کې د سرو زرو د کان کېندونکي وو.

د ښاغلي سودا په خبره، پېښه نن له غرمې مخکې د خواهان ولسوالۍ په زرند اب کلي کې د یوه غره او پر سر یې د واورې د ښویېدو له کبله شوې ده.

سودا وایي، دا لومړنۍ شمېرې دي او په خبره‌یې، ممکن وروسته د مرګ‌ژوبلې کره شمېر معلوم شي او بدلون هم په‌کې راشي.

پېښه داسې ځای کې شوې چې د بدخشان د والي په خبره کنټرول‌یې د طالبانو په لاس کې دی او مخابراتي اړیکې هم په‌کې سمې نه‌دي.

لوګر کې د فوټبال د روزنې 'ډي' درجې ټولګی پای ته ورسېد

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په لوګر ولایت کې د فوټبال د روزنې 'ډي' درجې ټولګی پای ته ورسېد.

د افغانستان فوټبال فډراسیون وایي،د فوټبال روزنې 'ډي' درجې ټولګی چې د روزونکو د پوهې کچې د لوړوالي په موخه په دې ولایت کې پيل شوی و، د چهارشنبې (د کب ۱۳مه) په ورځ پای ته ورسېد.

د دې ټولګي مدرس وحیدالله واحدي وايي، دا کورس د تازه کارو روزونکو د پوهې د زیاتېدو او د فوټبال روزنې د کچې د لوړوالي په موخه په دې ولایت کې پيل شوی و.

د هغه په خبره، د فوټبال روزنې د مقدماتي تاکتیکونو په زده کولو سره روزونکي کولای شي، لوړو او مسلکي پوړیو ته ځان چمتو کړي.

په دې روزنیز ټولګي کې ۲۴ روزونکیو ګډون کړی و او د ۶ ورځو په موده کې يې په نظري او عملي توګه د فوټبال روزنې اساسي تاکتیکونه زده کړل.

افغان کرکټر نبي عیسی خېل: ډالۍ شوې پیسې بې ‌وزلو ته ځانګړې کوم

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی محمدنبي عیسی‌ خېل

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی محمدنبي عیسی‌ خېل وايي، د لوبې غوره لوبغاړي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، ده ته ډالۍ شوې پيسې يا امتیاز د هېواد بې ‌وزلو خلکو ته ځانګړی کړي.

محمد نبي عیسی‌ خېل پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) د‌ پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د لوبې د غوره لوبغاړي له ټاکل کېدو وروسته، پر خپلې رسمي فیسبوک‌ پاڼې ولېکل، په هره لوبه کې چې دی غوره لوبغاړی وبلل شي، انعامي پیسې یې د خپل هېواد بې‌وزلو خلکو ته ځانګړې کوي او د نبي فاونډېشن له لارې یې د خیر ښېګڼې په کار لګوي.

محمد نبي په پرونۍ لوبه کې د خپلې لوبډلې کراچي کینګز لپاره خورا ښه لوبه وکړه. هغه په توپ اچونه کې دوه اوورونه وکړل، ۱۲ منډې یې ورکړې، خو کومه وکټ یې وا نه ‌خېسته، ولې په توپ وهنه کې یې بیا د ۳۵ توپونو په مټ ۶۷ منډې وکړې.

نبي په یاده لوبه کې ۸ څلوریزې او څلورشپږیزې ووهلې.

د غور- هرات لویه لاره له بندښت وروسته بېرته پرانېستل شوه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د غور- هرات لویه لاره له نژدې شلو ورځو بندښت وروسته بېرته خلاصه شوه.

دغه لاره د دې لپاره بنده وه چې په اوږدو کې یې د حکومتي ځواکونو عملیات روان وو او چارواکو ادعا کوله چې طالبانو دغې سیمه کې د عملیاتو پر ضد ماینونه خښ کړي دي.

د غور امنیه قوماندان عبدالقادر ولي زاده ازادي راډیو ته وویل، د قومي مشرانو او سپین ږېرو په منځګړیتوب پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) ماښام دا لاره خلاصه شوه.

د دغې لارې له بندېدو سره په غور کې د خوراکي موادو بیې هم لوړې شوې.

چارواکي: بزګرو ته د کوکنارو پرځای د بدیلو محصولات د کښت پروګرام جوړېږي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت کروندګرو ته د کوکنارو د کښت پرځای د بدیلو زراعتي محصولات د کښت پروګرام د جوړېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت، د متحده ایالاتو د قانون اجرا او د مخدره توکو چارو نړیوال دفتر يا INL او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې هوډ کړی چې د کرنې او د کلیو د پراختیا پروژه نویو سیمو ته وغځوي.

دا پروژه د مشروع معیشت ته لاسرسی، کرنې او کليوالي پرمختیا ودې په نوم جوړه شوې ده.

د دې پروژې موخه په هغو سیمو کې چې کوکنار کرل کېږي، د هغو پرځای د میوو، سبزیو او نورو با ارزښته کرنې محصولاتو کښت دود کول دي.

یاده پروژه د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې او ROP یا «د سولې ریښې» بنسټ له خوا چې پر کرنې کار کوي د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پلي کېږي.

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت معلومات ښیې چې د کوکنارو د کښت پر ځای د بدیلو محصولاتو کښت پروژه به په بادغیس، فراه، کندها، بلخ، لغمان، او ننګرهار ولایتونو کې تر پنځو کلونو دوام وکړي.

مالیې وزارت: د افغانستان د نړیوالو شریکانو د رهبرۍ ناسته وشوه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د نړیوالو شریکانو د رهبرۍ ناسته ترسره شوه.

د افغانستان د مالیې وزارت وایي، دا ناسته د ماليې وزارت د پالیسۍ معين په مشرۍ د افغانستان د نړیوالو شریکانو د رهبرۍ پلاوي سره 'Heads of Donor Agencies Meeting' د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.

د دې وزارت مطبوعاتي مسوول فرید نوښت ازادي راډیو ته وویل، دغه ناسته کې د ۵۰ بهرنیو پراختیایي بنسټونو رئیسانو، د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو استازو ګډون درلود.

د ښاغلي نوښت په خبره، په یاده ناسته کې د مالیې وزارت مسوولینو له خوا نړیوالو شریکانو ته د ماليې وزارت د وروستیو مثبتو بدلونونو، د مرستو د مدیریت او مؤثریت د ښه والي، د ماليې وزارت په تشکيل کې د بنسټیزو اصلاحاتو او د ماليې وزارت په کليدي او رهبري بستونو کې د ښځو د بيا حضور په اړه معلومات ورکړل شول.

نوموړی زیاتوي، د نړيوالو بنسټونو استازو د افغانستان د مشارکت چوکاټ (AFP) د ژمنو د پلي کولو لپاره د جمهوری ریاست د چارو ادارې او د ماليې وزارت تر منځ د ګډ مېکانېزم د جوړېدو هرکلی وکړ.

هاګ محکمې فلسطین کې د شوېو جرمونو د ادعاوو په اړه څېړنه پیل کړه

فاتو بېنسودا، د جرمونو د نړیوالې محکمې '  ICC ' لویه څارنواله

د جرمونو د نړیوالې محکمې ' ICC ' لویې څارنوالې فاتو بېنسودا په فلسطیني سیمو کې د ترسره شوېو جرمونو د ادعاوو په اړه رسمي څېړنه پیل کړه.

پر دغې څېړنې اسرائیل او د امریکا متحدو ایالاتونو انتقاد کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې متحده ایالات د دغې محکمې پریکړې ژور خواشینی کړی او ورسره کلک مخالف دی.

اسرائیل هم ورته غبرګون ښودلی او دغه څېړنه یې غندلې، خو فلسطینیانو او د بشري حقونو سازمانونو د هاګ مېشتې نړیوالې محکمې د دغې پریکړې هرکلی کړی دی.

د جرمونو د نړیوالې محکمې لويې څارنوالې فاتو بېنسودا پرون چهارشنبه وویل چې له پنځو کلونو لومړنیو څېړنو وروسته یې دفتر پریکړه کړې چې په محاصره شوې غزې تړانګه، د اسرائیل له خوا اشغال شوې لویدیځه تړانګه او ختیځ بیت المقدس کې به د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د پېښو په اړه څېړنه کوي.

کراچۍ کې بلوڅان: ایران دې زموږ پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د پاکستان په کراچۍ ښار کې په لسګونو بلوڅانو په یوه اعتراضیه لاریون کې ګډون وکړ.

دوی د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د خپلو بلوڅو وروڼو وژنې وغندلې.

دغو اعتراض کوونکو له ایراني چارواکو وغوښتل چې د بلوڅانو پر وړاندې دې دغه تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د بشري حقونو د څارسازمان، هیومن رایټس واچ ویلي، له پاکستان سره پر پوله د ایران په ساروان سیمه کې د فبرورۍ په ۲۲مه لږ تر لږه لس کسان وژل شوي، خو ښایي د وژل شوېو حقیقي شمېر به له دې زیات وي.

د راپورونو له مخې دغه کسان وروسته له هغې ووژل شول چې وسله والو په سیمه کې د ایران په دولتي ودانیو بریدونه وکړل.

سراج: بدخشان کې ترهګر د طالبانو په همکارۍ پلان لري چې امنیت خراب کړي

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې رئیس احمد ضیا سراج

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې رئیس احمد ضیا سراج خبرداری ورکوي چې هغه بهرني ترهګر چې په بدخشان کې حضور لري او د طالبانو پر مټ فعالیتونه ترسره کوي، ښايي په نوي کال کې د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو د نیولو یا یې د امنیت د خرابولو هڅې وکړي.

ښاغلي سراج چې د بدخشان ولایت د امنیتي وضعیت د څېړنې لپاره هغه ولایت ته تللې دغه څرګندونې پرون چهارشنبه(د کب ۱۳مه) په فیض کې آباد کې په یوه غونډه کې وکړې.

ښاغلي سراج زیاته کړه: "ترهګر او هغه بهرنۍ ډلې چې په بدخشان کې حضور لري، د دې ولایت له طالبانو سره په همکاري پلان لري چې د یو شمېر ولسوالیو امنیت خراب کړي."

سراج وویل، افغان امنیتي ځواکونو هم تیاری نیولی چې د دغو ترهګرو د فعالیتونو مخه ونیسي.

د بدخشان سیمه ییز چارواکي د هغو بهرنیو سخت دریځو چې دې ولایت کې دېره دي، شمېر شااوخوا نهه سوه تنه یادوي.

چارواکو دا هم ویلي چې د دولت وسله وال مخالفین د دې ولایت پر نژدې څلویښت سلنه ساحې نفوذ لري.

امریکا: خلیلزاد هڅه کوي افغان سولې ته نړیوال ملاتړ جلب کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې په افغانستان کې یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د افغانانو ترمنځ د سولې د روانو هڅو لپاره سیمه ییز او نړیوال ملاتړ جلب کړي.

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې خلیلزاد د طالبانو له استازیو سره د خبرو لپاره اوس په دوحه کې دی او کابل ته درې ورځنی سفر یې ګتور و.

پرایس زیاته کړه: "خلیلزاد او ټیم یې په کابل کې له حکومتي چارواکو سره درې ورځنۍ ګټورې سلا او مشورې نن پای ته ورسولې. دوی د مدني ټولنې له مشرانو سره وکتل. دوی له نورو افغان سیاسي مشرانو سره وکتل چې تمرکز یې د سولې پر لور د پرمختګونو ګړندي کول و."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس وویل، خلیلزاد به په دوحه کې هم دغو هڅو ته دوام ورکړي او د اړتیا په صورت کې به نورو ځایونو ته هم ولاړ شي.

په جلال اباد ښار کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

دوه ورځې وړاندې په جلال اباد کې د یوه خصوصي ټلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې هم په دوو جلا-جلا وسله والو بریدونو کې ووژل شوې.

د ننګرهار په مرکز د جلال اباد ښار درېیمې ناحیې اړوند عربانو ګولايي سیمه کې د یوه ماین په چاودنه کې یوه ډاکټره وژل شوې او د دوی د کورنۍ یوه ماشومه ټپي ده.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادیو راډیو ته په استول شوېو معلوماتو کې ویلي، دا چاودنه نن پنجشنبه (د کب ۱۴مه) سهار سهار شااوخوا اته بجې په ریکشا پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې له امله شوې ده.

د دغو معلوماتو له مخې پر نوموړې ډاکټرې په داسې مهال چاودنه شوې چې له کوره روغتون ته د دندې لپاره پر لاره وه.

د ننګرهار د عامې روغتیا ویاند ظاهر عادل ازادي راډیو د خبر د تایید ترڅنګ وویل چې وژل شوې ډاکټره صدف نومېده او په حوزوي روغتون کې د تخصص د برخې زده کړیاله وه.

تراوسه د یادې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

دغه ډاکتره په داسې حال کې وژل کېږي چې تر دې دوه ورځې وړاندې په جلال اباد کې د یوه خصوصي ټلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې هم په دوو جلا-جلا وسله والو بریدونو کې ووژل شوې.

هرات چارواکي: د غوریاني وسله والو سره نښته کې ۳۶ تنه ټپیان شوي

ارشیف، د هرات ښار

د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي چې د امنیتي ځواکونو او حبیب غوریاني د وسله والو کسانو ترمنځ په نښته کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ګڼ کسان ټپيان شوي دي.

د هرات والي عبدالوحید قتالي خبریالانو ته وویل چې وسله واله نښته د چهارشنبې په ماسپښین پیل شوه او تر څو ساعته وروسته امنیتي ځواکونه د حبیب غوریاني کور ته ننوتلي دي.

د ده په وینا د غوریاني په کور کې وسله وال کسان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي، خو په دې اړه یې جزئیات ورنه کړل.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو، کوچنیانو او امنیتي ځواکونو په ګډون ۳۶ کسان ټپیان شوي دي.

ښاغلي شیرزي زیاته کړه: "وروسته له هغه چې په جبرییل سیمه کې د هغو نښتو په تړاو چې ظاهراً امنیتي ځواکونو غوښتل یو کس ونیسي، په ټوله کې ۲۷ نارینه، درې کوچنیان، یوه ښځه او پنځه پوځي ټپيان د پېښې له ځایه د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شوي چې ټول شمېر يې ۳۶ دی او د درېيو ټپيانو وضعیت ښه نه دی."

د هرات والي ویلي، وروسته له هغه چې د حبیب غوریاني وسله والو دوه ملکیان ټپیان کړل، امنیتي ځواکونو همدا راز د یو شمېر نورو کسانو د ځورونې په تړاو عملیات وکړل. غوریاني یا د ده کسانو تراوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

حبیب غوریاني په تیرو پارلماني انتخاباتو کې د هرات له حوزې نوماند و، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې خاطر د ده د نوماندۍ صلاحیت رد کړ چې په جرمي قضیه کې په لس کاله بند محکوم وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG