د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

د هنګري حکومت خپلو خلکو لپاره د روسیې د کرونا ضد واکسین تطبیق تأیید کړ


د روسیې سپوتنیک-وي او د چین سینوفارم کرونا ویروس ضد واکسین
د روسیې سپوتنیک-وي او د چین سینوفارم کرونا ویروس ضد واکسین

د هنګري حکومت د اروپایي ټولنې لومړنی غړی دی چې د خپلو خلکو لپاره‌یې د روسیې د کرونا ضد واکسین تطبیق تأیید کړ.

دې هېواد پرون وویل چې د سپوتنیک-وي واکسین ۴۰ زره دوزه توزېع ته اماده دي. په ټوله کې هنګري دوه ملیونه دوزه واکسین اخیستی چې د راتلونکو درې میاشتو په موده کې به‌یې دا هېواد ترلاسه کړي.

هنګري دغه‌راز د اروپایي ټولنې لومړنی هېواد دی چې د کرونا ضد چینایي واکسین د اخیستو قراراداد یې هم کړی دی.

ټاکل شوې چې دا هېواد د دغه واکسین تطبیق د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG