د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د صرافانو سرتاسري شورا نن شنبه ټول هېواد کې کار بندیز پیل کړ


ارشیف، کابل کې یو شمېر صرافان
ارشیف، کابل کې یو شمېر صرافان

د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا په یوې تازه پریکړه کې په ټول هېواد کې سر له نن شنبې (د سلواغې ۱۸مه) ورځې کاربندیز اعلان کړ.

‎د دغې شورا مسولین وايي، له انفرادي نه شرکتي ته د جوازونو د اړولو په اړه د افغانستان بانک د تازه پرېکړې له مخې د صرافيو لپاره د پرسونل شمېر زیات ټاکل شوی او دوی نه شي کولای چې دغه شمېر کار کوونکو ته تنخواګانې ورکړي.

‎د دغې شورا ویاند محمد هاشم روضه یي وايي: "شرکتي جوازونه دې اختیاري شي هغه صرافان یې چې امکانات لکه برېښنا، جنراټور، انټرنیت لري، هغوی دې واخلي چې همدا اوس هم زموږ سل تنه صرافانو په کابل کې شرکتي جوازونه اخېستې هم دي، خو مرکزي بانک زموږ خبره نه مني، نو تر کومه چې زموږ غوښتنه ونه منل شي موږ به خپل کار بندیز ته دوام ورکوو."

‎ښاغلی روضه يي وایي، د دوی دا کار بندیز به په ۳۴ ولایتونو، ۴ زونونو او د کابل ښار د صرافیو لویو مارکېټونو کې وي.

په کابل کې د صرافانو مارکیټ سرای شهزاده
په کابل کې د صرافانو مارکیټ سرای شهزاده

‎ښاغلی روضه یي زیاتوي د دوی دا کار بندیز به په هېواد کې د مالي راکړې ورکړې، د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د قیمتونو پر لوړېدو او په ټوله کې به پر اقتصادي چارو منفي اغېز ولري.

‎د دې شورا له لوري یوه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې راغلي، د افغانستان بانک دې ژر تر ژره د صرافیانو د جوازونو د تمدید په برخه کې لاس په کار شي.

‎د صرافانو سرتاسري شورا نیوکه کوي چې د افغانستان بانک په داسې وخت دغه پرېکړه کړې چې په خبره یې دوی د هغو مکلفیتونو چې د افغانستان بانک له لوري پرې الزامي شوي د ترسره کولو لپاره په هېواد کې د انټرنیت، برېښنا او بشري قوې د جذب په برخه کې کافي امکانات نه لري.

‎دغه شورا وایي چې افغانستان بانک په خپلې نوې پرېکړه کې له ټولو صرافانو غوښتل شوي چې وخت په وخت د حوالو او نورو اقتصادي چارو د ترسره کولو لپاره دې افغانستان بانک او مالیې وزارت ته په انلاین ‌‌‌‌‌‌ډول حساب ورکړي.

‎خو د افغانستان بانک چارواکي بیا وایي چې دوی په شرکتي د صرافانو د انفرادي جوازونو اړولو پرېکړه د ترهګرۍ او تورو پېسو د مینځلو پر وړاندې د مبارزه په هدف کړې ده.

‎د دغه بانک د نشراتو برخې مسوول حسیب الله نوري وایي چې د افغانستان بانک دغو صرافانو ته د جوازونو د اخېستلو ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي دي: "له انفرادي څخه شرکتي ته د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د جوازونه اړول ‌‌‌‌‌‌ډېر اسانه دي، د افغانستان بانک دې برخه کې یو شمېر اسانتیاوې برابرې کړي، د بېلګې په توګه ویلی شو چې ثابته مالیه ورکړئ، د افغانستان بانک ته خپل کلنی بېلانس ښکاره نه کړئ او د اعتبار له نېټې پرته جوازونه ترلاسه کړئ."

‎ښاغل نوري زیاتوي چې د صرافانو د ټولنې ‌‌‌‌‌‌ډېریو مشرانو شرکتي جوازونه ترلاسه کړي او وایي چې د دغې پروسې هر ‌‌‌‌‌‌ډول سبوتاژ کول د هېواد د ملي ګټو په زیان دی.

‎د افغانستان د صرافانو سرتاسرِي شورا په داسې حال کې په ټول هېواد کې کاربندیز اعلانوي چې بل خوا د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه هم تر اوسه نه ده تصویب شوې، اوس اقتصاد پوهان له دې د ننګرهار پوهنتون استاد عبدالرحمن درد وايي چې بايد ژر تر ژره د دواړو ستونزو د هواري لپاره کار وشي که نه نو په خبره يې له امله يې رامنځته کېدونکي پایلې به خطرناکه وي.

XS
SM
MD
LG