د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

بلجیم یو ایرانی ډیپلومات اسدالله اسدي په ۲۰ کاله بند محکوم کړ


ویانا کې مېشت ایرانی ډیپلومات اسد الله اسدي
ویانا کې مېشت ایرانی ډیپلومات اسد الله اسدي

د لومړي ځل لپاره یو ایرانی چارواکی په اروپا کې د تروریستي پېښې له امله زنداني شو.

د اُتریش په پلازمېنه ویانا کې مېشت ایرانی ډیپلومات اسد الله اسدي د ایران د ملي مقاومت د شورا په غونډه کې د بمي چاودنې په تور مجرم وپېژندل شو.

دا شورا د ایران د حکومت یوه مخالفه ډله ده چې په بهر کې فعالیت کوي.

په بلجیم کې محکمې د پنجشنبې (د سلواغې ۱۶مه) په ورځ اسدي په شل کاله بند محکوم کړ.

د بلجیم پولیس، اسدي په جرمني کې و او محکمې ته نه حاضریده چې ونیول شو او بلجیم ته وسپارل شو.
د بلجیم پولیس، اسدي په جرمني کې و او محکمې ته نه حاضریده چې ونیول شو او بلجیم ته وسپارل شو.

د دې قضیې په تړاو درې تنه نورهم په حبس محکوم شوي دي.

د دې برید طرحه د دوه زره اتلسم کال د جون په میاشت کې د فرانسې، جرمني او بلجیم د ګډو همغږه امنیتي ادارو د عملیاتو په ترڅ کې شنډه شوه.

اسدي چې محکمې ته نه حاضرېده په جرمني کې د رخصتیو په تیرېدو بوخت و چې ونیول شو او بلجیم ته وسپارل شو.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د بلجیم د محکمې پریکړه د ایراني ډیپلوماټ په اړه په سختو ټکو وغندله.

د ایران د دولتي ټلوېزېون د راپور له مخې خطیب زاده دا پریکړه غیر قانوني او له نړیوالو قوانینو سره په تېره بیا د ویانا له ۱۹۶۱ کنوانسیون سره په ټکر کې وبلله.

د بلجیم څارنوال ژر ژر هانري بوتیه وایي، د محکمې له حکمه څرګندیږي چې ډیپلومات د جرم او جنایت له امله خوندي نه دی او د ایران د حکومت مسوولیت په ډاګه کوي، ځکه که دا پېښه شوې وه ښایي د خلکو ژوند به یې اخیستی و.

د اسدي په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د بلجیم د محکمې پریکړه وغندله.
د اسدي په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د بلجیم د محکمې پریکړه وغندله.

بل لور ته د بلجیم عدلې وزیر فینسنت فن کویین بورني ویلي دي چې قضایي سیسټم د ترورېستي حقیقت په اړه حکم کړی او ښکاره یې کړی دی.

ایران پر خپل دې ډیپلومات شوي تورونه بیا بیا رد کړي دي او وایي چې دا تورونه د ایران د ملي مقاومت د شورا له لوري لګیدلي دي او سم نه دي.

تهران دا شورا یوه ترورستي ډله ګڼي.

د ملي مقاومت شورا د ایران د مجاهدین خلق ډلې سیاسي څانګه ده چې د ایران د اسلامي رژیم د ړنګېدو لپاره هلې ځلې کوي.

فرانسوي چارواکو ویلي دي چې اسدي ته د اروپا په جنوب کې د اطلاعاتو مسوولیت سپارل شوی و او د تهران په امر یې هلې ځلې کولې.

د اسدي دوه تنه ملګري په بلجیم کې له چاودېدونکو موادو سره نیول شوي دي.

اروپایي هېوادونه، ایران د خپلو مخالفانو د ځپلو له امله په یو شمېر نورو پېښو کې هم په لاس لرلو تورنوي له دې ډلې په دوه زره پنځلسم او دوه زره اوولسم کلونو کې په هالنډ کې د قتل دوه پېښې دي، همدا راز په ډنمارک کې په یوه ناکامه تروریستي هڅه کې تهران په لاس لرلو ملامتوي.

ایران په دې پېښو کې هم خپل لاس لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG