د واکسین وېشلو مؤسسې (کوواکس) د 'کووېډ-۱۹' لږترلږه ۳۳۰ ملیون دوزه واکسین بېوزلو هېوادونو ته ځانګړي کړي او غواړي چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې وروسپاري.
دا خبره د دې مؤسسې مشرانو پرون (چهارشنبه) اعلان کړه او ویېویل چې په لومړي پړاو کې به د دوی له لوري وېشل کېدونکي واکسین د ۱۴۵ هېوادونو ۳،۳ سلنه خلکو ته ورسېږي.
د روغتیا د نړیوال سازمان یوې چارواکې ان لیند ستراند یوې غونډې ته وویل چې د کوواکس د واکسین ورکړه باید د فبرورۍ په پای او د مارچ په لومړیو کې پیل شي.