د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

روسي ساینس پوهان: د کرونا ضد 'سپوټنیک وي' واکسین اغېزمن دی


روسیه کې د کرونا ضد 'سپوټنیک وي' واکسین
روسیه کې د کرونا ضد 'سپوټنیک وي' واکسین

روسي ساینس پوهان وایي، ښکاري چې د دې هېواد له خوا جوړ شوی د کرونا ضد 'سپوټنیک وي' واکسین اغېزمن دی.

دغو ساینس پوهانو دا خبره د 'سپوټنیک وي' واکسین په اړه د هغې پرمختللې څېړنې د لومړنۍ نتیجې پر اساس چې د بریتانیا د 'لنسټ' په نوم روغتیایي مجله کې خپره شوې، کړې ده.

څېړونکو ویلي چې د هغې ازموینې له مخې چې تېر کال مني کې یې پر شااوخوا شل زره کسانو ترسره کړ، د 'کووېډ – ۱۹' ناروغۍ پر وړاندې د دغه واکسین مؤثریت په سلو کې شااوخوا ۹۱ دی.

د 'سپوټنیک وي' واکسین د ۲۰۲۰ میلادي کال په اګسټ میاشت کې د روسیې د حکومت له خوا داسې مهال تایید شو چې پر کمو کسانو چې شمېر یې لسګونو ته رسېده، ازمویل شوی و.

په یو شمېر نورو هېوادونو کې څېړونکو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې روسیې د واکسین د ازمیښت درېیمه مرحله چې د یوه واکسین د مؤثریت د تثبیت لپاره وروستۍ ده، له پامه غورځولې ده.

XS
SM
MD
LG