د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۴۳

کونړ چارواکي: پاکستان تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر شلتن ۷۰ توپونه ویشتي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د کونړ والي وایي، د دې ولایت پر شلتن ولسوالۍ د پاکستان د پوځ له لوري د توپونو بریدونو خلکو ته زیانونه اړولي، خو تر اوسه یې په دې اړه بشپړ راپور نه دی ترلاسه کړی.

محمد اقبال سعید تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان پوځ په تېرو نژدې ۲۴ ساعتونو کې د شلتن ولسوالۍ په غرنیو او لېرې پرتو سيمو د درنو توپونو شاوخوا ۷۰ ګولې را ویشتي دي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید
د کونړ والي محمد اقبال سعید

ښاغلي سعید زیاته کړه: "مالي تلفات به اوښتې وي، ځکه ونې او بانډې او زراعتي ځمکې دا خو تخریبږي، مالي زیانونه لري، خو د ځاني تلفاتو په اړه تر اوسه موږ ته راپور نه دی راکړل شوی."

ښاغلي سعید وویل چې د دغو بریدونو په اړه یې چې اوس دریدلي، په کابل کې اړوندو چارواکو ته خبر ورکړی دی.

تر اوسه پاکستانیو چارواکو د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

د کونړ اوسیدونکي وایي، له تېرو نژدې ۱۱ کلونو راهیسې د پاکستان پوځ څو ځلي د کونړ پر خاوره د درنو وسلو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه هم رسیدلي، خو د افغانستان حکومت تر اوسه د دغې ستونزې غم نه دی خوړلی.

XS
SM
MD
LG