د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

په ايټالیا کې د واټیکان موزیم او د روم کالوسییم بېرته پرانیستل شول


د واټیکان موزیم يوه څنډه
د واټیکان موزیم يوه څنډه

په ايټالیا کې د واټیکان موزیم او د روم کالوسییم نن بیرته د سیلانیانو پر مخ پرانیستل شول.

د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د ايټالیا کالوسییم ۵۶ ورځې او د واټیکان موزیم ۸۸ ورځې تړلی وو.

دا خبره د سیلانیانو د پام وړ دغو تاریخي ځایو پر ویب پاڼو خپره شوې ده.

د معلوماتو له مخې کالوسییم به له دوشنبې تر جمعې پرانیستی وي.

د ایټالیا موزیم ته د پرانیستل کېدو اجازه ورکړل شوې خو د حکومت له کلکو اقداماتو سره به دا کار وشي.

مخکې به د لرغوني واټيکان او کالوسییم مخې ته د سیلانیانو اوږده قطارونه ولاړ وو خو د دوشنبې په ورځ تر ډېره ځايي خلکو د دغو ځایونو ننداره وکړه.

د تاریخ یوې محصلې په سیټين چاپیل لرغونې کلیسا کې خپله کلیزه ولمانځله او په ورته وخت کې يوې روسۍ تبعې چې په روم کې اوسي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا له خپلې مور او خپل کوچني سره د واټيکان موزیم ته ورځي.

هغې وویل: "زه ډېره خوشاله یم. له ډېرې مودې دې ورځې ته سترګې په لاره وم. زه ډېره خوشاله یم چې دلته راغلې یم او خپلې لور او مور ته دا موزیم ورښکاره کوم."

یوه بلجیمي سیلاني بیا وویل، چې دی بختور دی چې په شنبې ايټالیا ته ورغلی او د دوشنبې په ورځ يې سیسټين چيپل کلیسا ولیده.

په ۲۰۱۹م کال کې د ايټالیا موزیمونو ته اووه میلیونه سیلانیان ورغلي وو او له سیلانیانو تر لاسه کړی عاید، د دغه هېواد د عایداتو لویه برخه جوړوي.

پخوا به ايټالیا له دغو لرغونو ځایو څخه تر سلو میلیونو ډالرو پورې ګټه تر لاسه کوله.

په ۲۰۱۹م کال کط کالوسییم ته اووه نیم میلیونه سیلانیان ورغلي وو خو په ۲۰۲۰م کال کې د کوېډ١۹ د خپرېدو له کبله دا شمېر د پام وړ کم شو.

XS
SM
MD
LG