د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۳۳

د بارسلونا لوبډله د يوې هسپانوۍ ورځپاڼې پر وړاندې قانوني اقدام کوي


آرشیف، لیونل میسي

د بارسلونا د فوټبال ټیم ویلي، چې د هسپانوۍ ایل موندو ورځپاڼې په وړاندې به چې د دې ټیم د مهاجم لیونل میسي قرارداد یې خپور کړی، قانوني اقدام وکړي.

د رویترز د راپور له مخې دغې ورځپاڼې له بارسلونا ټیم سره د میسي د ۲۱۰۷ نه ۲۰۲۱ ترمنځ د څلورکلن قرارداد جزیات خپاره کړي دي.

دې ټیم په هغې خبرپاڼه کې، چې پرون یکشنبې یې خپره کړې، له لیونل میسي ټینګ ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې د دغه لوبغاړي د بې اعتباره کولو لپاره د هرې هڅې پر وړاندې به قانوني اقدامات وکړي.

میسي په ۲۰۰۰ کال کې چې هغه مهال ۱۳ کلن و، له بارسلونا لوبډلې سره یوځای شو او د ۶۵۰ ګولونو په وهلو یې د دې ټیم په تاریخ کې یو ریکارډ ټینګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG