د پاکستان د پوځ یوه الوتکه پرون یکشنبه چین ته لاړه چې د کرونا ویروس ضد واکسین لومړۍ بسته پاکستان ته ولېږدوي.
په پام کې ده، دغه الوتکه پاکستان ته په چین کې د جوړ شوي واکسین سینوفارم (SinoPharm) ۵۰۰ زره دوزه چې چینايي چارواکو یې پاکستان ته د ورکړې ژمنه کړې وه، پاکستان ته یوسي.
پاکستان غواړي لومړی روغتیايي کارکوونکو ته دغه واکسین ولګوي او لږ تر لږه ۴۰۰ زره روغتیايي کارکوونکو د دغه واکسین لپاره نوملیکنه کړې ده.
د پاکستان د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ اعلان کړی و چې دغه هېواد د استرازینیکا واکسین ۱۷ ملیونه دوزونه هم ترلاسه کړي دي.
دغه واکسین د بریتانیا او سویډن د درمل جوړولو شرکت تولید کړی دی.