په زرګونه کسانو د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې د کرونا ویروس له کبله پر لګول شویو محدودیتونو په اعتراض راووتل.
مظاهرهچیانو چې ماسکونهیې درلودل، خو په عامه د خلکو د نهراټولېدو اصولیې تر پښو لاندې کړل.
بلخوا په پلازمېنه بوداپست کې لږ تر لږه ۱۰۰ رستورانتونو ویلي چې سر له نن دوشنبه به خپل کار و بار د حکومت له اخطار سره سره بېرته پرانیزي.
حکومت خبرداری ورکړی چې د دغسې اقدام په صورت کې به د کار و بار خاوندان ۱،۷۰۰۰ ډالره جریمه شي.
د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره د شپې لهخوا ګرځبندیز لګول شوی، منځني ښوونځي، رستورانتونه او کافي شاپونه تړلي دي.
په هنګري کې په کرونا ویروس تر اوسه تر ۱۲،۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.