د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

فلسطیني نقاش نبلوس کې داسې کافې جوړه کړې چې خلک یې له لیدو خوند اخلي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

یوه فلسطیني نقاش داسې کافې جوړه کړې چې دېوالونه یې لکه د ونې ښاخونه چې ورباندې غځېدلي وي.

دغه نقاش غواړي خلک د ده په کافې کې طبعیت ته د نږدېوالي احساس وکړي.

احمد یعقوب د فلسطین په نبلوس سیمه کې یوه داسې کافې جوړه کړې چې په ونه کې د کور په څېر ښکاري.

دی غواړي خلک په دې کافې کې طبعیت ته نېږدې شي ځکه فکر کوي په فلسطین کې طبیعي ځایونه ډېرکم دي چې د تفریح لپاره خلک ورشي او خوند ورڅخه واخلي.

احمد یعقوب رویټرز خبري اژانس ته په دې اړه داسې ویلي: "د دې ځای په اړه به درته ووایم چې خلکو ته ډېر په زړه پورې دی ځکه دلته دا ډول ځایونه نشته. که څوک غواړي د طبعیت ښکلا وویني، باید اسرائیل ته ننوځي او دا کار زموږ لپاره ډېر ګران دی. موږ له ډېرو تفریحي ځایونو لیدلو څخه محروم یو، خو موږ دا وړتیا لرو چې ځان ته طبعیت جوړ کړو. موږ بدیل لټولای شو."

دا کافې داسې اوډل شوې چې خلک په کې له ارامې فضا خوند واخلي او د منځني ختیځ د دودیزو خوړو تر څنګ خوندوره کافي وڅښي.

دا د هغو فلسطینیان لپاره یو بدیل هم دی چې په اسرائیل کې طبیعي ځایو ته پر غزه تړانګه د بندیزونو له کبله د ورتګ اجازه نه لري.

لارا هنیش دغې کافې ته د قهوه څښلو لپاره ورغلې.

نوموړې وايي: "دا ډېر ښه ځای دی. کله چې زه دلته راشم پخواني وختونه مې را یاد شي. خلک وايي چې نبلوس کوچنی دمشق دی. نو کله چې دا کافې پرانېستل شوه، ما احساس وکړ چې دا کوچنی دمشق دی."

د ونې په څېر کافي په ۲۰۲۰میلادي کال کې جوړه شوه کله چې د نړۍ اقتصاد د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله له رکود سره مخامخ شو.

احمد یعقوب وايي، پر غزې تړانګه د اسرائیل بندیزونو او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف محدویتونو د ده کاروبار ته زیان اړولی، خو دی هڅه کوي خپله کافي د کمپاین په توګه وکاروي چې خپلې سیمې ته د سیلانیانو پام واړوي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG