د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

بلخ کې اعتراض کوونکو د برمته شوي ماشوم خوشې کېدل وغوښتل


بلخ کې د ترکمنانو مظاهرې
بلخ کې د ترکمنانو مظاهرې

په بلخ کې ترکمنانو نن یکشنبه (د سلواغې ۱۲مه) یو ځل بیا د یو ۹ کلن برتمه شوي ماشوم د خلاصېدو لپاره د بلخ والي دفتر مخې ته مظاهره وکړه.

د دغې مظاهرې یوه تنظیموونکي محمد کمال ګونش ازادي راډیو ته وويل، سره له دې چې له ۱۵ ورځو راهیسې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د تښتول شوي عبدالروف د قضیې د څېړلو مسئولیت په غاړه اخیستی، خو تر دې دمه دغه قضیه کې هېڅ ډول پرمختک نه دی راغلی.

مظاهره چیانو د پراخو لاریونونو ګواښ وکړ، له ډلې یې کمال ګونش وايي: "موږ د ولسمشر د مرستیال د حسن نیت په پاس یوه بله اوونۍ هم صبر کوو، څو عبدالروف خوشې شي او که خوشې نه شو، په نهو شمالي ولایتونو کې به د پراخو لاریونونو په ترڅ کې سړکونو ته راووځو او لارې به بندې کړو."

په همدې حال کې د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي نن یکشنبه رسنیو ته په یوه خبري ناسته کې وويل چې د دغه تښتول شوي ماشوم خوشې کېدو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې دي.

دی وايي، هغه انسان تښتوونکی یو پیاوړی ټیم لري او تر دې دمه د هغوی د ځای د تثبیت لپاره کابو شل عملیاتونه بې پایلې شوي.

د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي
د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي

ده زیاته کړه: "موږ بې شمېره عملیاتونه ترسره کړل چې انسان تښتوونکو له اطلاع وروسته دا سیمې پرېښې وې. خو هڅه مو دا ده چې دا عملیات بریالي او عبدالروف ازاد شي."

د بلخ والي وویل چې دا عملیات د دولت تر کنټرول لاندې سیمو او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ولسوالیو کې ترسره شوي.

هغه وايي چې د دغه تښتول شوي ۹ کلن ترکمن ماشوم د اختطاف په تور ځیني دولتي مأمورین هم تر پوښتنو لاندې راغلي.

ښاغلي عظیمي زیات کړې چې تر دې دمه د عبدالروف د برتمه کېدو په پېښه کې د لاس لرلو په تور له ۲۰ زیات کسان نیول شوي او په زندان کې دي.

XS
SM
MD
LG