د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۳

د ښځینه لوبغاړو د کرکټ لوبه؛ سویلي افریقا له پاکستانه وګټله

ارشیف، د پاکستان د کرکټ ښځینه لوبغاړي
ارشیف، د پاکستان د کرکټ ښځینه لوبغاړي

د سویلي افریقا او پاکستان ښځېنه کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د افریقا په کوربتوب د ۳ شل اوريزو سیالیو لومړۍ لوبه افریقا لوبډلې د ۸ ویکټو په توپير وګټله.

په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه پاکستانۍ ښځېنه کرکټ لوبډلې وکړه چې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو يې په پوره شل اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف ورکړ.

په مقابل کې د افریقا ښځېنه لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۱۹م اوور کې د دوو وېکټو په زیان پوره کړ.

له دې وړاندې د درېيو پنځوس اوريزو سیالیو سیریز هم افریقا درې د صفر په مقابل کې ګټلی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG