د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۳۵

سرچینه: د ننګرهار په شېرزادو کې موټربم برید ۱۴ سرتېري وژلي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالي کې ځانمرګي برید ۱۴ امنیتي سرتېري ووژل.

د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر رسنیو ته ویلي، دغه ځانمرګی برید د هاموې موټر په وسیله نن سهار شوی دی.

د ولایتي شورا یوه غړي اجمل عمر ویلي، په دې پېښه کې څلور پوځیان ټپیان شوي هم دي.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا حمله دوی کړې او ۵۰ سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG