د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۲۲

هشت صبح: طالبانو په خپلو غلطو کړنو د سولې فرصت له خطر سره مخ کړی


د کابل چاپ ورځپاڼې
  • راه مدنیت

راه مدنیت ورځپاڼې لیکلي، په امریکا کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره طالب ډلې د سولې پروسې ته شاه کړې او په سفرونو بوخته ده.

ورځپاڼې لیکلي، دغه ډله اوس د امریکا له سیاسي حریفانو سره د اړېکو په جوړولو لګیا ده او هڅه کوي چې له دې لارې پر ځان فشارونه را کم کړي.

لېکوال د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون چارواکو تازه څرګندونو ته هم اشاره کړې چې طالبان یې له تړونه په سرغړونې تورن کړي دي.

د لېکوال په باور د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدل د دې ادعا روښانه ثبوت دی.

ورځپاڼې لیکلي، په حقیقت کې دا ډله د سیمه ییزو سلا مشورو له لارې د مالي او سیاسي ملاتړ کوونکو د موندلو هڅې کوي، څو تاوتریخوالي ته دوام ورکړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې اندېښنه ښودلې ويلي چې د سولې پروسه له جدي ګواښ سره مخ شوې ده.

وړاندې په سر مقاله کې راغلي، طالبانو په خپلو غلطو کړنو سره د سولې فرصت له خطر سره مخامخ کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا دې ډلې ته څو- څو ځله خبرداری ورکړل شوی چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي، خو په خبره طالبانو جدي ونه نېوله.

ورځپاڼې د پنټاګون وروستۍ ارزونې ته اشاره کړې چې په کې راغلي، طالبانو د دوحې هوکړې ته غاړه نه ده ایښې، له القاعده شبکې سره يې اړیکې نه دي پرې کړي او د تاوتریخوالي کمولو ته ژمن نه دي.

د لیکوال په باور که طالبان له متحده ایالاتو سره د شوي هوکړې موارد عملي نه کړي امریکا به اړه شي چې دا مذاکرات ودروي.

د ورځپاڼې په خبره امریکا د سولې په هوکړه بیا ځلي غور کوي او بدلونونه احتمال لري له طالبانو سره د خبرو اترو امکانات او موجوه فرصتونه له منځه يوسي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د باختر خزانې خونديتوب ته سرمقاله ځانګړې کړې ده.

تردې وړاندې ولسي جرګې ويلي وو چې ګنې باختر خزانه خوندي نه ده او دا خزانه دې کوم بل هېواد ته ولېږدول شي، خو دغه دولتي ورځپاڼې ډاډ څرګند کړی چې باختر خزانه د افغانستان د خلکو ملکيت دی او د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډون به يې د افغانستان اسلامي جمهوريت ساتنه کوي.

لیکوال د افغانستان د دې ملي پانګې د لېږد او بل هېواد ته يې د سپارلو وړانديز غير مسوولانه او د هېواد د لوړو ګټو خلاف بللی دی.

ورځپاڼې د ولسي جرګې له غړېو غوښتي چې د ملي مسائلو په اړه دې مسوولانه نظرونه څرګند او په دې ډول خبرو دې د خلکو ذهنيت نه خرابوي.

د ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ د دې خزانې اثار د روان ۱۳۹۹ لمریز کال تر پيله د ۱۳ هېوادونو په ۲۹ مشهورو موزيمونو کې نندارې ته وړاندې شوي چې له ۳۵۰ميليونو افغانۍ ډېر عوايد يې کړي دي.

XS
SM
MD
LG