د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

له سويلي افريقا وروسته په امریکا کې هم د کرونا ویروس نوې بڼه ثبت شوه


په امریکا کې په کرونا ويروس اخته کس تر درملنې لاندې
په امریکا کې په کرونا ويروس اخته کس تر درملنې لاندې

د کرونا ویروس هغه نوې بڼه چې لومړی په سويلي افریقا کې وموندل شوه د لومړي ځل لپاره په متحدوایالتونو کې ثبت شوې ده.

په سويلي کارولینا کې په دوو کسانو کې، چې نه یې له یوبل سره تماس درلود او نه یې بهر ته د سفر نږدې سابقه لرله د سويلي افریقا د بڼې موندل ښيي چې دا ویروس پرته له دې چې پته یې ولګېږي، په ټولنه کې سرایت کوي.

له دې سره دا اندېښنې زیاتې شوې، چې د دې ویروس نوې بڼه ښايي د اوسنیو واکسینونو او د وجود د دفاعي سیسټم په وسیله د علاج پر وړاندې مقاومه شوې وي.

روغتیايي چارواکو مخکې خبرداری ورکړی و، چې په متحدایالتونو کې د کرونا ويروس د برتانوۍ او برازیلۍ بڼو له موندل کېدو وروسته د جنوبي افریقا بڼه هم ښايي ولیدل شي.

په متحدوایالتونو کې د کرونا د نویو بڼو د خپرېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې د درمل جوړولو امریکايۍ کمپنۍ نووا- واکس ویلي، د کرونا ویروس پرضد واکسین یې چې په برتانیا کې ازمویل شوی په سلو کې نوي اغېزناک دی.

XS
SM
MD
LG