د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

کرکټ؛ زیمبابوې افغانستان سره د لوبو لپاره ۳ هېوادونو ته د تګ اجازه لري


ارشیف، افغان لوبډلې سره د زیمبابوې لوبډله
ارشیف، افغان لوبډلې سره د زیمبابوې لوبډله

د زیمبابوې د سپورټ فدراسیون د دغه هېواد کرکټ بورډ ته اجازه ورکړه چې له افغانستان سره د لوبو لپاره اماراتو، پاکستان او یا هم هند ته ولاړه شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له زیمبابوې سره د لوبو لړۍ به په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د افغانستان په کوربتوب پیل شي.

په دې سیالیو کې درې د شل اورونو درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبې شاملې دي.

دا جازه داسې مهال ورکول کېږي چې لا هم په زیمبابوې کې د کرونا له امله ټول ښارونه تړلي دي.

افغانستان له دې وړاندې له ایرلېنډ کرکټ لوبډلې درې یو ورځنۍ لوبې وګټلې او د سوپر سېکس سیالیو په جدول کې یې ۳۰ نومرې ترلاسه کړې.

له زیمبابوې سره سیالۍ هم د سوپر سېکس سیالیو برخه ده چې ګټل یې د افغانستان لپاره خورا مهم دي.

د سوپر سېکس سیالیو په لړ کې افغانستان کې د نړۍ له بېلابېلو مخکښو لوبډلو سره ۲۴ لوبې لري چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د تګ لپاره یې لږ.ترلږه د ۱۴ ګټل ورته اړین دي.

XS
SM
MD
LG