د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

د ننګرهار زیتونو فارمونو کې ۵۴ زره بې روزګاره خلک په کار شوي


د ننګرهار په زیتونو فارمونو کې یو شمېر کاریګر
د ننګرهار په زیتونو فارمونو کې یو شمېر کاریګر

د خوړو په بدل کې کار، هغه پروګرام چې د ملي پراختیا پروګرام له لارې د ننګرهار د زیتونو په فارمونو کې پیل شوی او ۵۴ زره کسان په کې په کار بوخت دي.

د ننګرهار کانال شرکت وایي، ملي پراختیا پروګرام ورته د افغان ولسمشر په لارښوونې څلور زره ټنه غنم ورکړي چې دوی یې د کار په بدل کې د زیتونو په فارمونو کې په بوختو کسانو ویشي.

د دغه شرکت مسؤلین زیاتوي، هره ورځ یوه کارېګر ته چې دغه بڼوڼو کې په بېلابېلو چارو بوخت دي، یو من غنم ورکوي او دا چاره له بې کارۍ سره د مبارزې لپاره یوه اغېزناکه لاره ده.

د ننګرهار د کانال شرکت د مطبوعاتو مسؤل سید همایون غریبمل وایي، دې کار سره به د زیتونو باغونه سالمه روزنه مومي او راتلونکې کې به د زیتونو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

د ننګرهار د زیتونو د فارمونو یوه څنډه
د ننګرهار د زیتونو د فارمونو یوه څنډه

ښاغلي غریبمل زیاته کړه: "د ننګرهار پر ټول ټال شااوخوا ۱۷سوه او ۲۰ هکټاره ځمکه چې زیتون پرې کرل شوي، ټول تخنیکي کارونه لکه د ښاخونو پرېکول، رنګ، چونه کاري او داسې نورې پروسې دي، دا به پرې ترسره شي چې دا چاره کانال شرکت ته زیری ورکوي چې راتلونکو کلونو کې به د زیتونو حاصلات څو چنده لوړ وي."

د ننګرهار د کانال شرکت مسؤلین وایي، کارونه یې په چټکۍ پر مخ ځي او ګڼو ځایي بې روزګارو ځوانانو په کې د ګډون علاقه ښودلې ده.

هره ورځ یوه کارېګر ته چې دغه بڼوڼو کې په بېلابېلو چارو بوخت دي، یو من غنم ورکوي.

د خوړو په بدل کې د کار دغه پروګرام په داسې وخت کې پلی کېږي چې لا هم ځایي خلک له بې کارۍ ځورېږي او کچه یې له یوې ورځې بلې ته زیاتېږي.

ذاکرالله چې د ننګرهار په درېيم فارم سیمه کې د زیتونو په باغونو کې کار کوي وایي چې د ده په ګډون یې د سیمې سلګونه ځوانان چې له بې کارۍ سره لاس او ګرېوان وو، کار کوي.

دی زیاتوي، د یوې ورځې کاربدل کې چې یو من غنم ورکول کېږي خوشاله په دې دی چې له یوې خوا غنم تر لاسه کوي او له بلې خوا د خپل هېواد د سمسورتیا په کار کې ونډه اخلي: "د ننګرهار په درېيم فارم کې زما په شمول اووه یا اته سوه ځوانان چې پخوا بې روزګاره وو، اوس راغلي دلته په دغه فارم کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي، ډېره ښه خبره ده، موږ مننه کوو او غواړو چې راتلونکې بیا هم د دې ولس لپاره همداسې د کار زمینه برابره کړي."

د بټي کوټ اوسېدونکی عتیق الله چې د زیتونو باغونو کې د ویالو په پاکولو بوخت دی وایي چې په کار کولو یې د بې کارۍ د مهال ستونزې اوس ختمې شوي او اوس کولی شي چې د خپل کور خواړه ترلاسه کوي.

د بټي کوټ اوسېدونکی عتیق الله چې د زیتونو باغونو کې د ویالو په پاکولو بوخت دی
د بټي کوټ اوسېدونکی عتیق الله چې د زیتونو باغونو کې د ویالو په پاکولو بوخت دی

دی وايي: "اوس موږ درېیم فارم کې کار کوو، په مختلفو کارونو بوخت یوو، مخکې به مو د کور مشکلات وو، اوس په دې کار کې مصروف یوو، اوس په کې د کور کلي غذا ګټو او مصروف یوو په کې."

یاد پروګرام کې په کار بوخت کسان وایي، که څه هم د ورځې یو من غنم یې د کورنۍ ټولې ستونزې نه شي حل کولی، خو په خبره یې، په کور دننه کار دی او که دوام وکړي نو، تر ډېره به یې ستونزې هوارې او ځوانان به یې مصروف ساتلي وي.

د یادونې وړده چې په ځانګړي ډول له تېر یوه کال راهیسې له کله چې کرونا ناروغي په ننګرهار کې راګډه او له امله یې په میاشتو میاشتو کاروبار ودرېد، د بې وزلۍ کچه لوړه او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شو.

XS
SM
MD
LG