د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

چین ته د روغتیا نړیوال سازمان د تللو ساینسپوهانو قرنطین پای ته رسېږي


ارشیف، د روغتیا نړیوال سازمان مرکز
ارشیف، د روغتیا نړیوال سازمان مرکز

تمه ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) هغه ساینسپوهان چې د کرونا ویروس د سرچینې په اړه د څېړنو لپاره چین ته تللي، نن په هوټل کې له قرنطینه ووځي او په ووهان ښار کې چې دغه ویروس ورڅخه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې خپور شوی، خپلې څېړنې پیل کړي.

دغه ساینسپوهان چې دوه اوونۍ مخکې دې ښار ته رسېدلي، نن‌یې ۱۴ ورځنی قرنطین پای ته رسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه مأموریت چې ډېر ځنډېدلی، ورسره داسې اندېښنه هم شته چې ښایي څېړونکي یې هغو معلوماتو او هغو کسانو ته لاسرسی پیدا نه‌کړي چې د دغه ویروس د سرچینو او خپرېدو د لومړنیو پېښو څخه خبر دي.

کرونا ویروس تر اوسه په ټوله نړۍ کې له دوه ملیون او یو لک کسانو ژوند اخیستی او له ۱۰۰ ملیونو زیات وګړي هم پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG