د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

په غزني کې ځوانان: د ژمي ۳ میاشتو کې هېڅ بوختیاوې نه لرو 


په غزني کې یو شمېر بې کاره ځوانان
په غزني کې یو شمېر بې کاره ځوانان

په غزني کې ځوانان وايي، د ژمي په ورځو کې هېڅ ډول بوختیاوې نه لري.د دوی په وینا دولت نه ورته د لوبو، نه د مطالعې، کورسونو او نه هم د پارکونه زمینه برابره کړې چې دوی په کې بوخت پاتې شي.

۳۰ کلن عبدالوکیل اشرفي د دې ښار د سنوکر په یوه کلب کې په لوبه بوخت دی وايي، د ژمي په سړو شپو ورځو کې د ځوانانو ډېری برخه بې کاره ګرځي او هېڅ بوختیاوې نه لري.

د اشرفي په خبره د مرکز غزني ښار ځوانان بیا هم کله نا کله ځینو غونډو، د کتابونو په مطالعې او یا هم نورو تفریحي پروګرامونو بوخت وي، خو د ولسوالیو ځوانان هېڅ هم نه کوي، ځکه چې هېڅ چا هم ورته د بوختیاوو زمینه نه ده برابره کړې: "غزني ښار کې ډېری ځوانان کورسونو ته ځي، خو له بده مرغه کلیو، بانډو او ولسوالیو کې دوی ته د تحصیل او بوختیاوو زمینه نه ده برابره شوې، کورسونه نه شته، نو دوی ډېری وخت د خپل کور مخې ته او یا جوماتونو کې بنډارونه کوي، یا زیاتره خپلو کورونو کې پراته دي، هلته خو هېڅ کار نه شته."

دا په داسې حال کې ده چې د غزني اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت ډېری ځوانان د ژمي په درېیو میاشتو کې هېڅ کار او روزګار نه کوي، نه مطالعه کوي، نه ټولنیز فعالیتونه او نه هم کوم نور تفریحي بوختیاوې لري.

په غزني کې یو شمېر ځوانان
په غزني کې یو شمېر ځوانان

۲۸ کلن فیصل نوید وايي،غزني ښار کې ځوانانو ته د کار ترڅنګ د هېڅ ډول بوختیاوو زمینه نه ده برابره شوې. د ده په باور سختې جګړې او د دولت نه پاملرنه دوی دې ته اړ ایستي چې په کور کېښني: "کتابخانې نه شته، پارکونه او قهوه خانې نه شته څو ځوانان هلته په کې بوخت پاتې شي، ځوانان ټول بې کاره دي، ټول ژمی د سړکونو پر سر او په کوڅو کې تیروي، ان محصلینو او زده کوونکو ته هم په ژمي کې تعلیمي فضا نه ده برابره شوې."

نويد وايي، دولت هم باید دغه ځوانانو ته د کار، مطالعې، زده کړو او تفریح ځایونو زمینه برابره کړي، څو دوی د ژمي بې کاره ورځې بوختې تیرې کړي، خو ځوانان خپله هم باید د ځان لپاره د سالمو بوختیاوو لټه وکړي.

غزني کې ډېری وخت د جګړو او ناامنیو له امله کلتوري، فرهنګي او ټولنیزې هڅې له کاره لوېدلي دي، نو ځوانان نه شي کولای چې له دې امله په څه بوختیاوو لاس پورې کړي.

خو ځینې نور کسان بیا وايي چې ځوانان په خپله هم نه غواړي چې په دغه شپو ورځو کې بوختیا ولري.

دوی وايي، ځوانان باید هڅه وکړي، څو ځانونو ته کتابونه او نور درسي مواد پیدا او مطالعه کړي، دغه پړه دې یوازې پر دولت نه اچوي.

د غزني په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ځوانانو آمر عبدالاحد مرجانخېل بیا وايي، دغه ولایت کې په سلو کې تر اتیا زیات ځوانان له بې کارۍ سره مخ دي.

د ده په خبره، ځیني ځوانان په خپلو اړوند مسلکي برخو کې مطالعې کوي او یا هم په ازاده مطالعه ځان بوخت ساتي.

مرجانخېل وايي، موږ د ځوانانو لپاره د ځوانانو د پالیسۍ مطابق ځانګړي پروګرامونه لرو چې په هغوی کې موږ په ځانګړي توګه د تعلیم برخه کې ډیری فعالیتونه لرو:"د ژمي ورځو کې موږ د تعلیم برخه کې ډېر فعالیتونه کوو، کابو تر پنځه سوه پورې نارینه او ښځینه، زده کوونکي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دوو بېلابېلو مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي."

مرجانخېل زیاتوي، موږ غزني کې د ځوانانو لپاره د کمپیوټر، انګلیسي، ساینسي، ریاضیاتو او ځینو نورو مضامینو لپاره د زده کړو مرکزونه لرو چې د ولسوالیو ځوانان کولای شي هغوی هم په کې برخه واخلي.

په افغانستان کې د نفوسو د شمېر له مخې د وګړو تر نیمايي زیاته برخه یې ځوانان دي، خو غزني هغه ولایت دی چې دلته ډېری ځوانان یا په جګړو کې قرباني شوي او یا هم نورو هېوادونو ته د جګړو، غریبۍ او درپه درۍ له امله کوچېدلي دي.

XS
SM
MD
LG