د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

جاپان ته د سفر لپاره د المپیک نړیوالې کمېټې نوې غوښتنه کړې


آرشیف
آرشیف

د المپیک نړیوالې کمېټې ټولو لوبغاړو څخه غوښتي چې جاپان ته تر سفر وړاندې د کرونا واکسین ترلاسه وکړي.

د المپیک نړیوالې کمېټې د ویب پاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د جاپاني وګړو د خوندیتوب لپاره ورزشکارانو او چارواکو ته لارښوونه شوې چې د سفر دمخه د کرونا واکسین ترلاسه کړي.

د المپیک ملي کمېټې ټینګار کړی، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره واکسین یوازینۍ لار ده چې د پکینګ 2021 او د 2022 کلونو لوبو لپاره په پام کې نیول شوي.

د المپیک نړیوالې کمېټې دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو کوویډ 19 واکسینو ته لومړۍ د المپیک سیالیو د ګډونکوو د لاسرسي له خبرې سره مخالفت وکړ.

XS
SM
MD
LG