د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

هرات کې د تنکیو ځوانانو ترمنځ د فوټبال سیالۍپیل شوې


هرات کې نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) د ١٢ کلنو تنکیو ځوانانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د هرات د ورزش ریاست فني مدیر ضیاالحق ضیا ازادي راډیو ته وویل\ چې دغه سیالۍ د هرات د ١٤ لوبډلو ترمنځ کېږي.

ښاغلی ضیا وایي، د سیالیو موخه ولایتي سیالیو لپاره د غوره استعدادونو موندل دي.

د نوموړي په وینا، د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن د اریانا او انصاري ټیمونو سیالي وکړه او اریانا ټیم درې د صفر په وړاندې لوبه وګټله.

ټاکل شوې، چې سبا دوه لوبې تر سره شي.

په دغو سیالیو کې به باختر له هیواد او اتک انرژی له افغان لوبډلې سره مخ شي.

د ۱۴ لوبډلو له منځه به یوه غوره لوبډله ولایتي سیالیو ته انتخاب شي.

XS
SM
MD
LG