د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د سیمه ییزو ارګانونو اداره: د اوس په پرتله خوست ښار درې برابره پراخېږي


د خوست ښار
د خوست ښار

د افغان حکومت چارواکي وايي چې د خوست ښار د پراخولو او په عصري بڼه د دې ښار د جوړولو پروګرام لري.

نن د سې شنبې(د سلواغې ۷مه) په ورځ د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازي په خوست کې د کارموندنې د پروګرام په پیل غونډه کې خلکو ته وویل چې خوست ښار به د اوسني حالت په پرتله درې برابره پراخ شي.

ده وویل، دې کار لپاره بودجه شته او د دې مهم پلان پلي کول به زیات نه زیات درې کاله وخت ونیسي.

شمیم خان کټوازي دا هم وویل چې خوستوال په بهر کې د پام وړ پانګه لري او هغوی تیاری څرګند کړی چې د خوست ښار د نوي پرمختیايي پلان په پلي کولو به په زیاته اندازه پانګونه وکړي.

ښاغلي کټوازي زیاته کړه: "بودجه تیاره پاس شوې او موجوده ده چې د خوست ښار د پراخولو لپاره به ورڅخه کار اخېستل کېږي، په دې بودجه خوست ښار درې چنده لويیږي، اوس چې څومره ښار لرو، دا به درې چنده کېږي، دا به ډېر وخت ونه نیسي، تر درېیو کلونو پورې به وخت ونیسي، د دې لپاره زمینه برابره ده، پلان موجود دی، پیسې ورته موجودې دي، اراده ورته موجوده ده، ځوانان او مشران موجود دي، د خوستوالو کافي سرمایه په خارج کې موجوده ده چې له اوسه وايي، زه دا جوړوم، زه دا جوړوم."

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازی
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازی

د چارواکو په وینا چې د کار برنامې لپاره په خوست کې د نړیوال بانک له خوا نږدې اته میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي چې په دې به کابو ۱۵۲ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي شي.

په خوست کې د کارموندنې پروګرام د عامه اړیکو مسوول سیف الرحمان سراج وايي، په اول ګام کې د خوست ښار ۶ ګونې ناحیې د دې پروګرام تر پوښښ لاندې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "د کارموندنې پروګرام د خوست ښار په ۶ ناحیو کې پلې کېږي، د دې پروګرام له لارې به خوست کې سل شوراګانې جوړیږي، په شوراګانو کې به ۲۰ ګذرونه او ۶ اقتصادي ګذرونه وي، د دې پروګرام له لارې به داخلي بې ځایه شوېو، مهاجرینو همدا شان د خوست د خلکو لپاره به د کار زمینه برابره شي چې دا به د خوست په پرمختګ کې یو بې ساری ګام وي."

په غونډه کې ویناوالو په خپلو خبرو کې چارواکو ته د دوی کړې ژمنې هم وریادې کړې او د دوی د کړو ژمنو د پلي کېدو غوښتنه يې ځینې وکړه.

د ولایتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال وویل، هر کله چې نظام سره د ولس همکاري شته، امنیت شته، نو حکومت هم بایده د دې ولایت بیارغونې، د اول درجه ولایت تشکیلاتو، د ماسټرۍ زده کړې د پیل او د کادرونو د ځای پر ځای کولو په برخه کې همکاري وکړي.

خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي بیا وویل، دې ولایت کې د هر ډول پرمختیايي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابره ده او دې برخه کې ولایتي ادارې سره د خلکو همکاري زیاته شوې ده.

خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی
خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی

په خوست کې د یووالي او بدلون کاروان مشر عبدالولي واحدزي غونډې ته په خبرو کې بیا د خوستوالو هغه همیشنۍ غوښتنه تکرار کړه او له ولسمشره يې وغوښتل چې خوست ته د راتګ په وخت کې ځان سره د رسمي ټرانزیټ زیری راوړي.

نوموړي زیاته کړه: "خوستوال د انتخاباتو په وخت کې همیشه شمله ور یادېږي، خو کله چې انتخابات پای ته رسیدلي دي، بیا خوستوال هېر شوي دي، کله چې ولسمشر راځي د هوايي ډګر لپاره نه، بلکې موږ ته دې ټرانزیټ افتتاح کړي چې په واقعي مانا ټرانزیټ وي، هوايي میدان خو هسې هم جوړ شو، تاسو ژمنه هم کړې وه او دا درنه غواړو."

د ښځو د یوې ټولنې مشرې زینب افغان په خپلو خبرو کې وویل چې د سولې په مذاکراتو کې د مرکز پرته د ولایتونو فعالانو ته ونډه نه ده ورکړل شوې.

دې ګیله وکړه، هغه ښځې چې د دوحې په خبرو کې وې، کله چې کابل ته راغلل، د ښځو او فعالانو سره يې د خپلو خبرو اترو پایلې شریکې نه کړې، سره له دې چې د اطرافو ښځې هره ورځ ډول-ډول ناخوالوسره مخامخیږي.

زینب افغان غوښتنه وکړه چې دا ګیلې او غوښتنې دې مرکزي حکومت ته ورسول شي.

د افغان حکومت چارواکي داسې مهال د خوست ښار د پراخولو د برنامې د پیلیدو خبره کوي چې په دې ښار کې تر بل هر وخت د خلکو او موټرو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

تمه کېږي چې د ښار په پراختوب سره به په دې ولایت کې د پانګونې راجلبولو، د صنعت ودې او خلکو ته د کارموندنې په برخو کې څه نا څه فرصتونه برابر شي.

XS
SM
MD
LG