د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

ټایلینډ کې د یوې کوچنۍ مرغۍ په زړه پورې صحنه!


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

ښایي دا به مو تر اوسه نه وي اوریدلي چې یو څوک دې په ښیښه کې د خپل مخ په لیدو پر خپل مخ ګوزارونه وکړي، خو دا کار یوې کوچنۍ مرغۍ په ټایلنډ کې کړی.

یوه کوچنۍ مرغۍ چې کله په لوی سړک کې ولاړ د یوه موټر د چپ لاس دروازې په کوچنۍ ښیښه کې خپل ځان ویني، پرې سم لاسي د مشوکې ګوزارونه کوي.

چا چې ټایلنډ کې د دغې صحنې ویډیو فلم اخیستی او رویترز اژانس یې هم یوه کاپي خپره کړې، وایي، دغه مرغۍ چې د موټر د چپې دروازې د لویې ښیښې د لاندني چوکات پر سر د ډریور د شا لیدلو کوچنۍ ښیښې ته نژدې ناسته وه، د موټرو او د لارویانو د غږونو چې له خوا یې تیریږیدل او همدا راز ورته نژدې د ساختماني کارونو د لوړو غږونو یې هېڅ پروا نه کوله او څو ساعته یې په ډېره بې تابۍ پر دغې ښیښې چې ځان یې په کې لیده ورسره په جنګ کې وه او ګوزارونه یې پرې کول.

د دغې صحنې فلم اخیستونکی د دغې ښیښې یو انځور هم ښیي چې د مرغۍ پر ګوزارونو له سپینو ټکو ډکه ده.

د فلم اخېستونکي په وینا دغې مرغۍ تر هغو له دې کاره لاس وانه خېست چې د دغه موټر خاوند په خپل موټر کې سپور شو او له دې ځایه ولاړ او مرغۍ هم والوته.

د دغې صحنې فلم اخیستونکی چې یوازې څو دقیقې ویډیو یې رویترز خپره کړې، وایي، دغې مرغۍ له خپل ځانه یو عجیب تمرکز او هوډ وښود.

XS
SM
MD
LG