د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۵۸

کونړ کې د لومړي ځل لپاره د بډوډو د وینځلو او درملنې مرکز پرانېستل شو


د اسعداباد روغتون

په کونړ کې د لومړي ځل لپاره د بډوډو د وینځلو او درملنې مرکز پرانېستل شو، دغه مرکز د اسعداباد په مرکزي روغتون کې دی.

د بډوډو دا څانګه د دولت د پراختیايي بودجې په ۷ اعشاریه ۶ میلیونه افغانیو جوړه شوه.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رئیس ډاکټر محیب الله ځېر په نوې جوړه شوې څانګه کې د شته اسانتیاوو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د فارميسې څانګه، د 'ای.سي.جي' څانګه، د الټراساونډ څانګه، د اوبو د پاکولو څانګه، د ګردو د وینځلو او نور مجهز وسایل موجود دي چې دې سره به بډوډې وینځي او درملنه به یې کېږي."

په کونړ کې د بډوډو د وینځلو څانګه
په کونړ کې د بډوډو د وینځلو څانګه

د اسعداباد مرکزي روغتون مشر عطا الله ساپی هم وایي، روغتون کې د ګوردو د درملنې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله دوی او ناروغان ګڼو ستونزو سره مخ وو چې په خبره به یې یاده څانګه ستونزې ور حل کړي: "هغه ناروغان کې چې ګوردې يی سم کار نه کوي او یا په دې برخه کې نورې ستونزې لري، دغو ناروغانو ته به لاس رسی پیدا کړو. پخوا زموږ دغه ناروغان جلال اباد، کابل یا نورو هېوادونو ته تلل."

د کونړ اوسیدونکي هم د یادې څانګې په جوړېدا خوښ دي.

د 'دمکلي' د قومي شورا مشر مهتاب الدین وایي، ولسونه يې بې وسه او په نورو ځایونو کې د درملنې توان نه لري.

دی زیاتوي: "د زیاتو لګښتونو او د وخت له لګېدو به خلاص شو، همدلته به زموږ د ناروغانو ګوردې وینځل کېږي او وېنه به یې بدلېږي."

د کونړ د روغتیايي چارو مسولین وایي، روغتون ته يې د کونړي ناروغانو ترڅنګ د نورستان ناروغان هم درملنې ته راځي، نو وزارت ته په کار دي چې د ناروغانو شمېر ته په کتو دلته روغتیايي اسانتیاوې نورې هم زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG