د ازادي راډيو په اوونیز پروګرام مخکښې ښځې کې د نن ورځې مېلمنه خاطره اسحاقزۍ ده.
اغلې اسحاقزۍ د کندهار ولایت ده او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي څخه یې لیسانس کړی.
دې په هندوستان کې په عامه اړیکو او سیاسي علومو کې ماستري کړې ده.
د افغان ښځو د عامه پوهاوي په برخه کې فعالیت کوي.
دا د کابل په ولایتي شورا کې د خلکو استازې هم پاته شوې.
دا خپرونه ملالۍ بشير پر مخ وړي چې د لاندې لينک په کېکاږلو سره يې اورېدلى شئ: