د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

د هالند دوو ښارونو کې د کرونا له کبله د لګول شویو بندیزونو ضد مظاهرې وشوې


هالند کې مظاهرې او د پولیسو او معترضانو اخ‌وډب
هالند کې مظاهرې او د پولیسو او معترضانو اخ‌وډب

د هالند په دوو ښارونو کې پرون خلکو د کرونا له کبله د لګول شویو بندیزونو پر ضد مظاهره وکړه او له پولیسو سره ونښتل.

د جنوبي ښار ایندهوون (Eindhoven) مرکز کې سلګونه مظاهره‌چیانو اورونه بل کړل او پولیس‌یې په ډبرو ویشتل.

پولیسو د مظاهرې د تیت او پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او د اوبو توپونه وکارول او لسګونه مظاهره‌چیان یې ونیول.

د ټول‌بند پر ضد د هالند پلازمېنه امستردام کې هم مظاهره وشوه چې څه باندې ۱۰۰ تنه ترې ونیول شول.

دا مظاهرې یوه ورځ وروسته تر دې وشوې چې چارواکو د پخوانیو بندیزونو په دوام دغلته د شپې له نهو د سهار تر څلور نیمو بجو ګرځ‌بندیز اعلان کړ.

د اروپا په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د کرونا له کبله لګول شوي بندیزونه جدي شوي دي.

فرانسه له خپلو ګاونډیو ورتلونکو کسانو نه د کرونا منفي معاینه غواړي او سویډن ویلي، له ناروې د خلکو ورتګ بندوي، ځکه چې اوسلو کې د کرونا ویروس د نوې بڼې پېښې لیدل شوې دي.

XS
SM
MD
LG