د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

ایران کې د کرونا ویروس د نوې بڼې په اړه د حسن روحاني اندېښنه


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر دغه هېواد کې د کرونا ویروس د نوې بڼې په اړه اندېښنه وښوده او ویې‌ویل، راتلونکو څو اوونیو کې به د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ضد واکسین پيل شي.

ایران په منځني ختیځ کې تر نورو ډېر د کرونا له کبله زیانمن شوی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه ټلوېزیوني وینا کې ویلي، تر هغو چې کورنی واکسین جوړېږي، بهر کې تولید شوی هغه اړین دی.

روحاني ونه‌ویل چې له کوم بهرني واکسین نه به کار واخلي.

ایران تېره میاشت د خپل کورني واکسین ازمیښت هم پیل کړ.

د رسمي شمېرو له مخې، څه باندې ۵۷ زره ایرانیان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ مړه شوي دي، خو داسې راپورونه شته چې ممکن نارسمي شمېرې تر دې لوړې وي.

XS
SM
MD
LG