د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

امریکا او اروپا کې د کرونا پرضد اقدامات چټک شوي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په امریکا او اروپا کې د کرونا د وبا پرضد اقدامات چټک شوي دي. په داسې حال کې چې جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه د کار په لومړۍ ورځ د دې وبا د مخنیوي لپاره یوه ملي ستراتیژي اعلان کړه، اروپايي مشرانو د دې ویروس د نویو بڼو پر ضد د مبارزې پر لارو چارو بحث وکړ.

ښاغلي بایډن د خپل مخکیني اقدام په دوام پرون پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) لس نوي فرمانونه لاسلیک کړل چې له مخې به یې د نورو اقداماتو ترڅنګ د یوې پالیسۍ د جوړولو لپاره د واکسین او ټېسټونو د تطبیق، د ماسک د جبري کولو او د تحلیلي معلوماتو د راټولولو سوکه بهیر چټک شي.

په دې اقداماتو کې یو دا دی چې د نورو هېوادونو وګړي باید امریکا ته له تلو مخکې د کوویډ- ۱۹ منفي ټیسټ ولري.

له بلې خوا د اروپايي ټولنې مشرانو په خپله پرونۍ انلاین سرمشریزه کې د هغو ګواښونو په اړه بحث وکړ چې د کرونا نوې بڼه یې پېښوي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا ون ډیرلاین له غونډې وروسته وویل، د اروپا وضعیت ډېر جدي دی.

مېرمن ون ډېرلاین زیاته کړه چې د کرونا نوې بڼې هغه اندېښنې لا زیاتې کړي چې پخوا تردې د کوویډ- ۱۹ د ناروغانو د لوړو شمېرو له کبله په اروپا کې وې.

XS
SM
MD
LG