د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ایرلېنډ سره د یو- ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ مسابقه وګټله.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاردان جام د درېیو یو- ورځنیو لوبو دا لړۍ په ابوظبۍ کې پیل شوه.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له ازادي راډیو سره په خبرو کې د لوبې پر جزئیاتو رڼا واچوله: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کاردان جام په لومړۍ لوبه کې ایرلېنډ ته د ۱۶ منډو په توپیر ماته ورکړه. په دې لوبه کې افغانستان د ایرلنډ لپاره د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه، خو د ایرلېنډ ټیم ونه شو کړای دې هدف ته ورسېږي."
په دې لوبه کې ځوان افغان لوبغاړی رحمت الله ګوربز د ۱۲۷ منډو په جوړولو سره ډېر ښه وځلېد.
همدا راز د افغانستان د کرکټ ستوري راشدخان ارمان په ۳۰ بالونو ۵۵ منډې وکړې.
د افغانستان او ایرلېنډ دوهمه یو- ورځنۍ لوبه د یکشنبې په ورځ په پام کې ده.