د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

تخار کې د کونګفو ۱۱م کلپ په فعالیت پیل وکړ


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په تخار ولایت کې د کونګفو یوولسم کلپ افتتاح او په فعالیت یې پیل وکړ.

د کونګفو فدارسیون رئیس حبیب الرحمن فایزي نن سې شنبه (د سلواغې ۱مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه کلپ د ورزشي مسوولینو په حضور کې تېره ورځ پرانېستل شو.

نوموړی وايي چې په لومړي سر کې په دغه کلپ کې د دوو استادانو له لوري ۳۰لوبغاړو ته تمرینونه ورکول کېږي او وروسته به دغه شمېر زیات شي.

ښاغلی فایزي زیاتوي چې دم ګړۍ په ټول افغانستان کې د کونګفو ورزش په برخه کې ۴۵۰ کلپونه فعال دي.

XS
SM
MD
LG