د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷
د امریکا ولسمشر جو بایډن د لوړې پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن د لوړې پر مهال

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن لوړه وکړه

۷۸ کلن بایډن تر لوړې وروسته راساً سپينې مانۍ ته ځي څو د ډونالد ټرمپ ځای ونیسي. د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې ډونالد ټرمپ ګډون نه‌و کړی، خو د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس حضور درلود. دا په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی وار دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه‌کوي.

جو بایډن نن د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

له ښاغلي بایډن مخکې د هغې مرستیالې کماله هارېس لوړه وکړه.

۷۸ کلن بایډن تر لوړې وروسته راساً سپينې مانۍ ته ځي څو د ډونالد ټرمپ ځای ونیسي.

د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې ډونالد ټرمپ ګډون نه‌و کړی، خو د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس حضور درلود. دا په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی وار دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه‌کوي.

د بایډن د لوړې په مراسمو کې پخواني ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش، بېل کلېنټن او بارک اوباما هم ګډون درلود.

په پلازمېنه واشنګتن ډي. سي کې د لوړې د مراسمو د امنیت لپاره زرګونه عسکر ځای پر ځای شوي دي.

امریکايي چارواکو وروسته تر هغه په پلازمېنه کې امنیتي تدابیر زیات کړل چې د جنورۍ په شپږمه د مظاهرو پر مهال خلک د کانګرس په ودانۍ ورننوتل.

د پولیسو او بریدګرو په نښتو کې یو پولیس او څلور نور کسان ووژل شول.

۲۱:۴۰ ۱.۱۱.۱۳۹۹

افغانان له جو بایډن څخه څه غواړي او څه هیلې ترې لري؟

جو بایډن د امریکا د متحده ایالاتو د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه. له یو شمیر افغانانو مو پوښتنه کړې چې د بایډن او د هغه له حکومت څخه څه غواړي او څه هیلې ترې لري؟

افغانان له جو بایډن څخه څه غواړي او څه هیلې ترې لري؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

۲۱:۳۶ ۱.۱۱.۱۳۹۹
جوبایډن لوړه وکړه
جوبایډن لوړه وکړه

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

۲۱:۳۳ ۱.۱۱.۱۳۹۹

جو بایډن به په خپلو ۱۰۰ لومړنیو کاري ورځو کې کوم کارونه وکړي؟

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن
د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن

د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر جو بایډن نن چهارشنبه د جنوري ۲۰مه لوړه کوي، دی به د امریکا متحده ایالاتو ۴۶م ولسمشر وي.

ښاغلي بايډن ۱.۹ تریلیونه ډالر اقتصادي پلان اعلان کړی دی چې کرونا ویروس ځپلی دغه هېواد تر یوې اندازې بېرته په خپلو پښو ودروي.

د کرونا ویروس له کبله په امریکا کې نږدې ۴۰۰ زره کسان مړه شوي او ملیونونه نور په دغه ویروس اخته دي.

ښاغلي بایډن دا اقتصادي پلان تېره اوونۍ اعلان کړ چې د اقلیم د بدلون څخه نیولې د رایې اچونې، د حقوقو او مهاجرت د سیستم د اصلاحاتو پورې مسایل په‌کې شامل دي.

د جو بایډن ټیم وايي چې «دا پلان ډېر لوړ دی، خو عملي کېدونکی» دی. دا پلان به داسې مهال کانګرس ته وړاندې کېږي چې ټاکل شوې په سنا کې به د ولسمشر ټرمپ د استیضاح بهیر او محکمه هم روانه وي.

په امریکا کې د هر نوي ولسمشر د کار اندازه له دې معلومېږي چې هغه په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې څه کړي دي؟

ځیني کارپوهان په دې باور دي چې ښاغلی بایډن ژمن دی چې په لومړیو ورځو کې به د خپلې کاري اجنډا غټه برخه کانګرس ته وړاندې کوي.

د ښاغلي بایډن دا پلان ډېر پراخ دی ځکه چې هم صحي برخه او هم اقتصادي ننګونې رانغاړي.

  • بهرنۍ تګلاره

جو بایډن له شااوخوا ۳۶ کلونو راهیسې په سیاست کې دی او ډېره برخه‌یې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې په کار کولو تېره کړې ده.

بایډن ویلي و چې په هغو خلکو باندې به مالیه نه‌لوړوي چې تر ۴۰۰ زره ډالرو کم عاید لري.
بایډن ویلي و چې په هغو خلکو باندې به مالیه نه‌لوړوي چې تر ۴۰۰ زره ډالرو کم عاید لري.

هغه په خپلو انتخاباتي غونډو کې ژمنه کړې وه چې له هغو ائتلافونو او هېوادونو سره به اړیکې بېرته رغوي چې د ده په خبره د ولسمشر ټرمپ منزوي کوونکې اجنډا له کبله پردي شوي.

هغه همدا راز ژمنه کړې چې یوه نړیواله غونډه به رابولي چې د فساد او افراطي ملتپالنې سره په مبارزې تمرکز وکړي.

  • اقلیمي بدلون

ښاغلي بایډن داسې اشارې ورکړي چې د پاریس د اقلیم بدلون په تړون کې به بېرته یوځای کېږي او داسې اقدام به کوي چې امریکا یو ځل بیا د اقلیمي بدلون د مخنیوي په برخه کې د رهبرۍ رول ولوبوي.

هغه به د ولسمشر ټرمپ هغه مقررات هم ختموي چې د فوسیل د سونګ توګو استخراج او سوځول‌یې اسانه کړي وو.

  • مالیات

د ښاغلي بایډن په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې به بل مهم کار دا وي چې هغه به په پانګوالو او سوداګرو باندې مالیه لوړوي.

د ولسمشر ټرمپ په وخت کې په سوداګرو باندې مالیه له ۳۵ څخه ۲۱ فیصدو ته راکمه شوې وه.

هغه ژمنه کړې ده چې په هغو خلکو باندې به مالیه نه‌لوړوي چې تر ۴۰۰ زره ډالرو کم عاید لري.

ښاغلی بایډن به دغه‌راز د اوږد مهال لپاره به د زېربنايي کارونو لپاره د دوو تریلیون ډالرو او په خاص ډول د سړکونو او پلونو د جوړولو لپاره طرحه وړاندې کړي.‌

۲۱:۲۶ ۱.۱۱.۱۳۹۹
کماله هاریس
کماله هاریس

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن مرستیالې کماله هارېس د متحده ایالاتو د مرستیال ولسمشرې په توګه لوړه وکړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG