- ډیلي کالر
امریکایۍ ډیلي کالر خپرونې افغانستان کې او عراق کې د امریکا پوځي حضور ته کتنه کړې او مطلب په دې کرښو چې بایډن داسې مهال د ولسمشرۍ دنده پیلوي چې دوو لسیزو کې په دواړو هېوادونو کې د امریکایي سرتېرو شمېر تر بل هر وخت ډېر کم شوی دی، پیلوي.
خپرونه د امریکا د دفاع د سرپرست وزیر کریسټوفر مېلر د تېرې جمعې د ورځې اعلان ته اشاره کوي چې ویلي و، دواړو هېوادونو کې د امریکایي سرتېرو شمېر دوه نیم زرو ته را کم شوی دی.
خپرونه وړاندې لیکي:
مېلر دا هم ویلي، امریکا چې افغانستان کې د نژدې شل کلنې جګړې پای ته رسېدو ته تر بل هر وخت ډېره نژدې شوې، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د روانو خبرو هرکلی کوي چې په نتیجه کې به یې یو سیاسي جوړ جاړی او یو هر اړخیز او تل پاتې اوربند وشي.
د ډیلي کالر په لیکنه، اوس چې د بایډن ادارې ته د سولې روانې خبرې په میراث رسېږي، تر اوسه دا نه ده روښانه چې ایا دغه پروسه به مخ ته لاړه شي او که نه؟
خو خپرونې د جک سولیوان چې د بایډن اداره کې به د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده پیلوي، د تېرې دوشنبې د ورځې هغه څرګندونې را اخېستي چې ویلي یې دي، نوې اداره به له افغانستان سره د ښه نیت خبرو اترو ملاتړ وکړي.
د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو د جنوري له پنځمې راهیسې دوحه کې د خبرو په بل پړاو پیل کړی، خو دواړو لوري تر اوسه نه دي توانیدلې چې د بحث لپاره د اجنډا پر مهمو ټکو سلا وکړي.
- نېشنل ریویو
امریکایۍ نېشنل ریویو خپرونې هم همدا مسئله څېړلې او په پیل کې یې دا پوښتنه چې له افغانستانه او عراقه په بشپړ ډول د ځواکونو ایستلو ته څومره ور نژدې شوي یو؟ راپورته کړې ده.
نېشنل ریویو لیکي:
په اوس وخت کې افغانستان کې او عراق کې چې دواړه هېوادونه د ترهګرو په ګډون له مختلفو سخت دریځو وسله والو ډلو سره په جنګ کې دي، د امریکایي ځواکونو شمېر تر نورو، په سیمه کې د امریکا په نژدې متحدینو کې د دېره امریکایي پوځیانو په نسبټ ډېر را ټیټ شوی، خو یو شمېر داسې استدلال کوي چې دغو هېوادونو کې دې یوازې هغومره پوځیان وساتل شي چې د سفارتونو او د ډیپلوماتانو د امنیت لپاره ورته اړتیا وي.
د نېشنل ریویو په لیکنه، ستونزه دا ده چې د امریکا سفارتونه او خلک یې له کلک امنیت څخه برخمن دي، خو نور امریکایان چې دې هېوادونو کې کار کوي، هغه له پامه غورځول کېږي.
لیکوال دا پوښتنه راپورته کوي چې یا به د احتیاط له مخې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې برخه کې د افغانستان او عراق د دولتونو د ملاتړ لپاره محدود شمېر ځواکونه دغو هېوادونو کې پریږدو او یا به هم خپل ملکي کسان دغو دواړو کې سترو خطرونو ته یوازې پریږدو.
وړاندې د لیکوال په باور یو شمېر کسان داسې انګېري چې امریکا دې له افغانستان او عراق څخه لاسونه پریمینځي او مخکې تر دې چې د بنغازي او د تهران پېښې تکرار شي، دغو دواړو هېوادونو کې خپل سفارتونه وتړي، خو لیکوال د امریکا مخکیني اقدام ته چې په ۱۹۸۹ میلادي کال یې په کابل کې خپل سفارت وتاړه هم اشاره کوي او لیکي:یوه لسیزه چې افغانستان له پامه غورځول شوی و، ومو لیدل چې څه عواقب یې له ځان سره لرل؟