د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۴۰

د بارداره موټرو چلوونکو د خوست-غلام خان لاره پر دوهمه ورځ هم بنده کړې وه


ډریورانو د ګربزو په صحرا کې عمومي لاره تړلې او یو بل سر کې يې بارداره موټر په څنګو درولي تر څو په لاره موټر تګ او راتګ ونه کړای شي.

د خوست-غلام خان لار چې د بار وړونکو موټرو د موټر چلوونکو او ټرانسپورټي ټولنو له خوا تېره ورځ تړل شوې، نن د سېشنبې (د مرغومي ۳۰مه) په ورځ هم تړلې ده.

موټر چلوونکي او د ټرانسپورټي اتحادیو چارواکي د لارې تړلو لامل بې نظمي او بې نوبتي ښيي او زوراکي له نوبت پرته هره ورځ موټر بیايي، خو ځیني ډرایوران بیا خپل نوبت ته په اونیو-اونیو انتظار باسي.

اعتراض کوونکي زیاتوي چې د غلام خان لارې د ټرانزیټ کېدو بهیر دې هم چټک شي.

ډرایورانو د ګربزو په صحرا کې عمومي لاره تړلې او په یو بل سر کې يې بارداره موټر په څنګو درولي چې نور ګاډي تګ او راتګ ونه کړای شي.

د ډرایورانو د اتحاديې مشر سردار خان ځدارڼ د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل: "دغه لاره مو د ډرایورانو د حقونو په خاطر بنده کړې، ځکه ځیني زورواکي راځي خپل موټر په زور او بې نوبته بیايي، موږ له چارواکو سره خبرې کړي، خو تر اوسه چا ورته غوږ نه دی ایښی، نو مجبور شو چې لاره بنده کړو چې غږ مو واوري."

سردار خان ځدراڼ زیاته کړه، د دوی بله غوښتنه د دې لارې د ټرانزیټ د مراحلو بشپړول دي.

اعتراض کووونکي موټر چلوونکي وايي، د غلام خان لارې د ټرانیټ کېدو بهیر دې هم چټک شي.
اعتراض کووونکي موټر چلوونکي وايي، د غلام خان لارې د ټرانیټ کېدو بهیر دې هم چټک شي.

د خوستیو سوداګرو د اتحادیې مرستیال انور افغان هم وايي چې څو ورځې مخکې هم ډرایورانو دا لاره د نیمې ورځې لپاره تړلې وه، خو چارواکو ورسره ژمنه وکړه چې په لاره کې به نظم او انصاف پلی کېږي.

د ده په وینا کله چې چارواکي په خپلو ژمنو ونه درېدل، دوی مجبور شول چې لاریون وکړي او لاره وتړي.

انور افغان زیاته کړه، وړمه شپه هم ۱۵-۱۴ لارې همداسې بې نوبته او په زور وتلي دي.

انور افغان وویل، دا ډریوران هم کورنۍ او اولادونه لري، دوی په میاشت کې یوه پیره نشي کولی، ځینې خلک په ورځ کې یوه پیره کوي چې دا ډول بې عدالتي او ظلم دوی ته د منلو وړ نه دی.

یو بل موټر چلوونکی وزیر هم غوښتنه کوي چې دلته دې نظم جوړ شي،دې ځای کې دې څوک سرکشۍ نه کوي، هره ورځ موټر په زور او په غلا تېرېږي، حکومت يې د بندولو ژمنې کوي، خو تر اوسه يې مخنیوی نه دی کړی.

ده هم له ځايي ادارې په کلکه وغوښتل چې د دې حالت مخه ونیسي، له هغې پرته به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

ازادي راډیو وغوښتل، په دې اړه د ټرانسپورټ د ځايي رئیس نظر واخلي، خو هغه له دې موضوع نا خبري وښوده او وايي، دی به سیمې ته ورشي او موضوع او ستونزه به وڅيړي او وروسته به له رسنیو سره خپل نظر شریک کړي.

نوموړي دا هم وویل چې ده د خپل مسوولیت په چوکاټ کې اجرات کړي، خو ځینې نور خلک په کې مداخلې کوي.

بل لوري د خوست د ولایت مقام ویاند طالب منګل وايي، غلام خان بندر د دواړو خواوو لپاره سټراتيژيکه لاره ده او په ولایتي کچه دې لپاره پر وړاندې ټولې ستونزې هوارې شوې او اماده دي چې په دې لاره ترانزیټي فعالیتونه پیل شي.

د خوست د ولایت مقام ویاند طالب منګل
د خوست د ولایت مقام ویاند طالب منګل


ده د ډریورانو له خوا د لارې د تړلو په باب له ډریورانو او ټرانسپورټي اتحادیو وغوښتل چې د تګ راتګ عمومي قوانین په ځانونو پلي کړي.

طالب منګل وویل، ولایتي اداره ژمنه ده چې د دې لارې په اوږدو کې ډریورانو لپاره د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي.

غلام خان لاره چې کراچۍ بندر ته د نورو لارو په پرتله کابل ته شااوخوا ۴ سوه کیلومتره نږدې ده، د دې سیمې د دواړو لورو خلکو يې په پرله پسې توګه د ټرانزیټ غوښتنې کړې دي.

که څه هم اوس دواړو لورو حکومتونو دې کار لپاره تیاری څرګند کړی او په دواړو خواوو کې يې تاسیسات جوړ کړي، خو مالومه شي چې دا لاره کله عملاً ټرانزیټي کېږي.

XS
SM
MD
LG