د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۹

په هرات کې د ځوانانو د څلورو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ پیل شوې

آرشیف
آرشیف

په هرات ولایت کې د ځوانانو د څلورو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ پیل شوې.

د هرات ولایت د ورزشي ادارې مسکلي او فني مدیر ضیاالحق ضیا نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه سیالۍ د څلورو غوره لوبډلو( سرخ پوشان، هرات سټار، اریا او درخشان) ترمنځ نن پیل او تر پنجشنبې به دوام وکړي.

د ښاغلي ضیا په خبره، لومړۍ لوبه د سرخ پوشانو او اریا لوبډلو ترمنځ وشوه، چې سرخ پوشانو لوبډلې خپل سیال ته ماتې ورکړه.

ښاغلي ضیا زیاته کړه، چې د دغو سیالیو هدف د هرات ولایت باسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره څېرو معرفي کول دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG