د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

استرالیا کې د تېنس لږترلږه ۷۲ لوبغاړي قرنطین شول


ارشیف
ارشیف

په استرالیا کې د تېنس د لوی تورنمنت د پیلېدو په درشل کې لږترلږه ۷۲ لوبغاړي وروسته تر هغې سخت قرنطین شوي چې دې تورنمنت ته د لوبغاړو، روزونکو او چارواکو د لېږدولو په چارټر الوتکو کې د یو شمېر سپرلیو د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغو لوبو تنظیموونکو پرون یکشنبه تایید کړه چې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه ملبورن ته په تللې الوتکه کې د یو مسافر د کرونا مثبته پېښه ثبت شوې ده.

که څه هم دغه مسافر د دغه ورزشي ټیم غړی نه‌دی، خو د ۲۵ لوبغاړو په ګډون د دې الوتکې ټولې ۵۸ سپرلۍ اجازه نه‌لري چې په هوټل کې له خپلو خونو ووځي او هم نه‌شي کولای چې تر۱۴ ورځو پورې تمرین وکړي.

تر دې مخکې د دغه تورنمنت ۴۷ نور لوبغاړي وروسته له هغې قرنطین شول چې له لاس انجلس څخه په یوه چارټر الوتکه کې د درېیو تنو او له ابوظبي هم په یوه الوتنه کې د یوه د کرونا مثبتې پېښې تثبیت شوې وې.

ټاکل شوې ده چې د استرالیا اوپین د تېنس لوبو سیالۍ د فبرورۍ په اتمه پیل شي. د دې لوبو د تنظیم د چارو مشر ویلي چې لوبې به په خپل وخت پیل شي.

XS
SM
MD
LG