د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

د افغان دولت مرکچي پلاوي یو غړی: زموږ اجنډا ترتیب او طالبانو ته وسپارل شوه


ارشیف، د افغان دولت مرکچي پلاوی
ارشیف، د افغان دولت مرکچي پلاوی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي يو غړی وايي، د اجنډا د جوړېدو په اړه د دوی کار بشپړ شوی او طالبانو ته‌یې سپارلې ده.

د مرکچي پلاوي دغه غړي د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم او غږ د نه‌خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دوی په اجنډا کې د سولې خبرو د دوام لپاره خپل لومړیتوبونه هم مشخص کړي دي.

سرچینه زیاتوي، خو طالبانو لا تر اوسه خپله اجنډا دوی ته نه‌ده سپارلې او په خبره‌یې، دوی د دې کار یو دلیل، خپل‌منځي بحثونه او د مشورو دوام بولي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم مني چې لا هم د اجنډا په اړه داخلي مجلسونه روان دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا بیا وايي، دوی د اجنډا د ترتیب او د لومړیتوبونو د ټاکلو واک خپل مرکچي پلاوي ته سپارلی دی.

د دې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۲۹» ازادي راډیو سره خبرو کې اوربند، د نظام څرنګوالی او نور ټولنیز خدمتونه هغه ټکي یاد کړل چې په خبره‌یې، په اجنډا کې د لومړیتوبونو په توګه د ټاکلو لپاره‌یې دواړه لوري یوې هوکړې ته د رسېدو په هڅه کې دي.

ښاغلی دین محمد زیاتوي: "د اوربند، نظام څرنګوالي او نورو ټولنیزو خدمتونو په اړه زموږ مرکچي پلاوی تفاهم لري او هلته پرې خبرې کوي. یعنې پر دې موضوعاتو به دواړه لوري هڅه کوي چې د یو ګډ لومړیتوب په توګه پرې خبرې وکړي او یو تفاهم ته سره ورسېږي."

د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد

هاخوا نن د اسټرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن له ولسمشر غني سره په ټیلیفوني خبرو کې له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې او زیاتوي، دا ډله باید د خلکو غوښتنې ومني.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو پلاویو مشرانو او یو شمېر غړو پرون یو ځل بیا د اجنډا د مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

دواړو لورو د دې ناستې د جزئیاتو په اړه ډېر وضاحت نه‌دی ورکړی، خو له دې وړاندې یې د اجنډا ترتیب او توحید هغه مسایل یاد کړي وو چې شاید زیات وخت ونیسي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: "پرون ماښام د دواړو مذاکره کوونکو ټیمونو د رئیسانو او ځینو غړو ترمنځ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د اجنډا په موضوعاتو بحث وشو او د راتلونکو ناستو په تنظیم خبرې وشوې."

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د دې لیدنې د جزئیاتو په اړه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دواړو لورو له امریکا سره د طالبانو د هوکړې د عملي کېدو او د خپلو پاتې بندیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې کړي او د خپلو بندیانو ازادي یې له امریکا سره د شوې هوکړې یوه برخه بللې ده.

خو د طالبانو د پاتې بندیانو له خوشې کېدو سره د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح مخالفت ښودلی.

ښاغلي صالح نن سهار د شپږ نیمو بجو غونډې په راپور کې لیکلي، د هدفي وژنو د زیاتېدو یو دلیل د اسیرو طالبانو ازادي ده.

ښاغلي صالح زیاته کړې: "اسیر شوي طالبان د بلبلانو په څېر په خپلو جرمونو اعتراف کوي او لویه هیله‌یې دا وي چې یوه ورځ ازادېږي، خو د ستونزې د حل یوه برخه د دې کسانو اعدام دی چې باید خپله سزا وګوري."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت له امریکا سره د طالبانو د شوې هوکړې پر بنسټ، له خپلو زندانونو له پنځه زرو زیات طالب بندیان خوشې کړل او دا کار یې د سولې خبرو د پرمختګ په برخه کې خپل ښه نیت یاد کړ، هغه کار چې اوس پرې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح پښېماني ښيي.

په دې وروستيو کې يو شمېر افغان چارواکو دا هم ويلي چې له زندانه خوشې شوي ځیني طالبان بېرته د جګړو ليکو ته ورکرځېدلي. هغه ادعا چې طالبانو بيا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG