د اسپانیا د فوټبال سوپرکپ نیمه پایلوبو ته بارسلونا، ریال ماډرېډ، ریال سوسیداد او اتلاتیک بلباوو فوټبال لوبډلو لاره پيدا کړه.
د راپوونو له مخې لومړۍ نیمه پایلوبه د تېرې چهارشنبې په ماخستن د بارسلونا او ریال سوسیداد لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې یو ـ یو ګول مساوي شوه، خو وروسته بارسلونا په پینتلتيو کې درې پر دوه بریا خپله کړه.
دوهمه نیمه پایلوبه تېره پنجشنبه ماسختن د ریال ماډرېډ او اتلاتیک بلباوو لوبډولو ترمنځ وه چې اتلاتیک بلباوو۲ د۱پر وړاندې بریا خپله کړه.
په دې سره اوس د اسپانیا سوپر کپ پایلوبې ته بارسلونا او اتلاتیک بلباوو لوبډلو لاره پیداکړه.
د دې جام پایلو به نن یکشنبه ماخستن ۱۲:۳۰ بجې ترسره کړي.