د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: تر اوسه د رسنیو د څارنې تګلاره نه شته


آرشیف.
آرشیف.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې تر اوسه په هېواد کې د رسنیو د څارنې تګلاره نه شته.

‎که څه په افغانستان کې پر رسنیو او کارکونکو یې حمله کول تازه خبره نه ده خو په کندز ولایت کې د زهرې په نوم را‌‌‌‌‌‌ډیو باندې د لمونځ کوونکو ‌‌‌‌‌‌ډلې له لوري حمله بې سارې ده.

‎د زهرې را‌‌‌‌‌‌ډیو مسوول مدير محسن احمدي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې پرون له غرمې وروسته د فېروز کوه په نوم جومات د ملا امام عبدالبصیر په لارښوونه ٣٠٠ لمونځ کوونکو پر دغز را‌‌‌‌‌‌ډیو برید کړی او ټول وسايل يې ورمات کړي دي.

د زهره راډیو د ماتو شويو توکو انځور
د زهره راډیو د ماتو شويو توکو انځور

هغه وویل: "زموږ د راډيو له تخریب وروسته د کیهان په لوري یې حرکت وکاوه، هلته د تخنیکي ستونزې له امله ترانسمیتر یې له منځه تللی او یوه موده یې فعالیت نه کاوه، د سیمې خلکو وویل چې دا را‌‌‌‌‌‌ډیو نشرات نه لري له هغه وروسته مقتدیانو او لمونځ کوونکي د يادې را‌‌‌‌‌‌ډیو دروازه په لغته ماتوي او له هغه وروسته د همدې جومات ملا امام خلکو ته وایي چې دا را‌‌‌‌‌‌ډیو هم فعاله نه ده او راځئ چې بېرته جومات ته لاړ شو، ورته معلومه شوه چې په کندز کې هېڅ یوې را‌‌‌‌‌‌ډیو دا کار نه دی کړی."

‎د ښاغلي احمدي په خبره دا پېښه داسې مهال شوې چې د برېښنا د نشتون له امله دوی هم نشرات نه درلودل.

‎له دې سره د افغانستلن د حج او اقافو وزارت چې د جوماتونو مسووليت هم ورسره دی وايي، چې په دې اړه به څېړنې کوي.

‎د دغه وزارت د جوماتونو عمومي رییس فضل احمد سراجي وویل: "د وزارت لید لوری دا دی چې دا کار سم نه دی، فرض که که دا کار يې د موسیقۍ د خپرېدو له امله هم کړی وي، د مخنیوي لاره یې حمله او یرغل نه دی، کېدای شول چې له قانوني لارې یې اړونده ادارې ته ورپېژندلې وای، خو امام نه باید په هېڅ صورت په دغه پېښه کې ښکېل شوی وای، چې نه به وي هم انشاءالله، خو موږ به بیا هم څېړنې وکړو، چې وروسته به یې له تاسو سره شریک کړو."

‎په کندز کې پر زهره را‌‌‌‌‌‌ډیو دا حمله داسې مهال شوې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي پر رسنیو د څارنې هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول تګلاره نه لري.

‎خو د دغه وزارت نشراتي مرستیال شیوا شرق ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل هڅه يې روانه ده.

شرق زياته کړه: "تر اوسه پورې په افغانستان کې پر رسنیو او را‌‌‌‌‌‌ډیوګانو د څارنې تګلاره نه شته، خو موږ هڅه کوو داسې یوه تګلاره جوړه کړو چې د نشراتو د کيفيت څارنه وکړي نه دا چې د سانسور وکړي یا هم پر رسنیو محدودیت ولګوي."

‎د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په داسې وخت کې د رسنیو د نشراتو پر محتویاتو د څارنې د تګلارې د نشتون خبره کوي، چې د کارپوهانو په خبره د افغانستان په شان سنتي ټولنه کې د دغه شان تګلارې جوړول خورا مهم ګام دی.

‎خو د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مرستیال صدیق الله توحیدي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې پر رسنیو د څارنې تګلاره بايد له خبریالانو او رسنیو سره په همغږۍ جوړه شي.

XS
SM
MD
LG