د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

خبرداری: د کرونا د وېروس نوې بڼه ښايي امریکا کې ډېره خپره شي


د امریکا هغه روغتون چېرته چې د کرونا ناروغۍ درملنه پکې کېږي.
د امریکا هغه روغتون چېرته چې د کرونا ناروغۍ درملنه پکې کېږي.

د امریکا یوې روغتیايي ادارې خبرداری ورکړ، د کرونا ویروس نوې بڼه چې اول په بریتانیا کې کشف شوه، ښايي په مارچ میاشت کې په امریکا کې ډېره خپره شي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې ویلي، په امریکا کې د کرونا ویروس نوې بڼه د پخوانۍ هغې پر تله دوه برابره ساري ده.

د کرونا ویروس نوې بڼه د امریکا په ۱۲ ایالتونو کې کشف شوې او ورباندې د شپږاویا کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت شوي دي.

خو د امریکا د دې روغتیایي ادارې په خبره دا ویروس ښايي په امریکا کې په پراخه پیمانه خپور شوی وي.

XS
SM
MD
LG