د غور د ولایتي شورا یو غړی عزت الله بیک د ملي امنیت ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.
ځایي چارواکي وایي، دا پېښه نن سهار هغه مهال وشوه چې د ملي امنیت ځواکونو د ښاغلي ابراهیمي د نیولو هوډ درلود.
د غور د ولایتي شورا مشر فضل الحق احسان له ازادي راډیو سره په خبرو کې د شورا د دغه غړي وژل تایید کړي دي.
ملي امنیت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د ولایتي شورا پر دغه غړي د ولایتي شورا د پخواني مرستیال عبدالرحمان عطشان او غور کې د خبریال بسم الله عادل د وژنې تور دی او کله چې دوی نیوه، له ځواکونو سره نښته کې ووژل شو.
د غور د امنیت امر نېک محمد نېکزاد ازادي راډیو ته ویلي، دغې وسله واله نښته کې د ملي امنیت یو سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.