په کابل کې د وشوو سیالۍ پای ته ورسېدې.د افغانستان د وشوو فدراسیون رئیس سید رحمان یورش نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوې وې.
وشوو سیالیو کې ۲۲۰ لوبغاړو له ٨٠ کلپونو څخه ګډون کړی و چې ٨٠ غوره لوبغاړي راتلونکو سیالیو ته وټاکل شول.
د یادونې وړ ده چې دغه اتیا لوبغاړي به د روان کال د کب په میاشت کې یو ځل بیا سیالي وکړي او هلته به د لومړي، دوهم او درېیم کټګوریو لپاره کسان غوره شي.