د ارزګان فوټبال فدراسیون په لومړي ځل په دغه ولایت کې د پایه فوټبال فسټیوال ترسره کړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې په دغه فسټیوال کې نږدې ١٠٠ تنکیو ځوانانو ګډون کړی وو.
د ښاغلي مشعوف په خبره د ګرسټروس فسټیوال یا پایه فوټبال ورزش ته د تنکیو ځوانانو هڅولو لپاره مهم فسټیوال وو.
نوموړي وویل چې دغه فسټیوال کې د تنکیو ځوانانو وړتیاوې معلومیږي او تر روزنې لاندې نیول کېږي.
ښاغلی مشعوف وايي، په روان لمریز کال کې د پایه فوټبال یا ګرستروس فسټیوال د هېواد په۲۸ ولایتونو کې د څه باندې ٤ زرو تنکیو ځوانانو ترمنځ ترسره شوي چې له دې ډلې ۷ تر۱۰ پورې لوبغاړي غوره شوي دي.
د فوټبال فدراسیون وايي، یاد فسټیوال د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ترسره کېږي.