د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

روسیې بریتانیا ته د خپلو الوتکو د تګ-راتګ بندیز وغځاوه


د روسیې او بریتانیا ګډ بیرغونه
د روسیې او بریتانیا ګډ بیرغونه

روسیې بریتانیا ته د خپلو الوتکو د تګ-راتګ بندیز د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې پورې وغځاوه.

دا بندیز په بریتانیا کې د کرونا ویروس د دوهمې بڼې د خپرېدو له کبله د ډسمبر په ۲۲ مه لګول شوی وو.

د روسیې حکومت نن د سې شنبې (د مرغومي ۲۳مه) په ورځ ویلي چې د بندیز د غځېدو هدف یې د عامه وګړو د روغتیا خوندیتوب دی.

روسیه په ټوله نړۍ کې څلورم هېواد دی چې د کرونا ویروس پېښې په کې ډېرې دي، خو دوه ورځې دمخه په دې هېواد کې د کرونا ویروس د نوې بڼې لومړنۍ پیښه تایید شوه.

ویل کېږي په نوې ویروس اخته کس له بریتانیا څخه روسیې ته تللی وو.

څه باندې درې میلیونه او ۴۴۸ زره کسان تر اوسه په روسیه کې په کرونا ویروس اخته شوي او نژدې ۶۳ زره کسان له همدې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG