د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د کرونا واکسین په اړه استرازنېکا شرکت د اروپايي ټولنې اجازه غوښتې


استرازنېکا درمل جوړونکی شرکت د اکسفورډ پوهنتون په همکارۍ د کرونا ضد واکسین جوړ کړی.
استرازنېکا درمل جوړونکی شرکت د اکسفورډ پوهنتون په همکارۍ د کرونا ضد واکسین جوړ کړی.

استرازنېکا درمل جوړونکی شرکت د کرونا ضد واکسین د وړاندې کولو لپاره د اروپايي ټولنې د اجازې غوښتنه کړې ده.

دغه شرکت د اکسفورډ پوهنتون په همکارۍ د کرونا ضد واکسین جوړ کړی دی.

د اروپا د درملو ادارې نن سې شنبه (د مرغومي ۲۳مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د استرازنیکا غوښتنلیک به ژر تر ژره وارزوي او د جنورۍ تر۲۹ مې نېټې پورې به په دې ټولنه کې د یاد شرکت لپاره د بازار موندنې د مشروط مجوز په اړه خپل نظر څرګند کړي.

که دغه شرکت ته اجازه ورکړل شوه، دا به د کرونا ضد درېیم واکسین وي چې د اروپایي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو کې به لاسرسی ورته وشي.

تر دې وړاندې په اروپایي ټولنه کې یوازې د فاېزر او موډرنا شرکتونو واکسین د تطبیق اجازه ورکړل شوې ده او دا کار په څو هېوادونو کې دوام لري.

XS
SM
MD
LG