د غور غږ راډيو مسول مدير بسم الله عادل چې لس ورځې وړاندې په غور ولايت کې ترور شو. اوس يې کورنۍ وايي چې د دې پېښې په اړه ملي امنيت دوه کسان نيولي دي.
د بسم الله عادل ورور لالا ګل عادل نن سې شنبه (د مرغومي ۲۳مه) ازادي راډيو ته وويل، سيمه يیز زورواکي د عادل د وژونکو د بېرته خوشې کېدو هڅه کوي: "د ولايت په کچه زورواکي هڅه کوي نيول شوي کسان بېرته خوشې کړي ان تردې چې ملي امنيت موږ ته وويل چې دغه کسانو په اړه څه نه وايي، ممکن يو شمېر نور کسان هم ووژني."
په ملي امنيت کې هم يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط د دې پېښې په اړه د دوو کسانو د نيول کېدو خبر تاييد کړی.
په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت که څه هم په دې اړه جزئيات نه ورکوي، خو وايي چې د پېښې څېړنې روانې دي.
هم مهاله په افغانستان کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې يو مسول صديق الله توحيدي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، په ولايتي کچه د مديريتي ضعف له امله دغه پېښه بايد په کابل کې وڅېړل شي او نيول شوي کسان بايد په علني محکمه کې محاکمه شي.
ښاغلي توحیدي زیاته کړه:" کله چې دوسيه د غور ولايت لويې څارنوالۍ ته وسپارل شوه، طبیعي خبره ده چې موږ به دا غوښتنه کوو چې د عادل قضيه په کابل کې وڅېړل شي او محکمې ته دې واستول شي."
ښاغلی توحيدي وايي، په تېره کې هم څو ځلي داسې شوي چې يوه پېښه د خبريالانو د ملاتړو بنسټونو په غياب کې څېړل شوې او پايله يې نه ده په ډاکه شوې.
په غور ولايت کې د غور غږ خبريال او مسول مدير د روانې لمريزې مياشتې په ۱۲مه نېټه په فيروز کوه ښار کې د نامعلومه کسانو له لوري په ډزو ووژل شو. نوموړی د خبريالۍ ترڅنګ مدني فعاليتونه هم کول.