د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۹

د هند لویو ښارونو ته د کرونا ضد واکسین لېږد پیل شوی


ارشیف، د کوویډ-۱۹ ضد واکسین
ارشیف، د کوویډ-۱۹ ضد واکسین

هند د دې هېواد لویو ښارونو ته د کرونا ویروس ضد واکسین د لېږد چارې پیل کړي دي.

دا اقدام داسې مهال شوی چې په ټول هېواد کې د کرونا واکسین تطبیق ته یوازې څو محدودې ورځې پاتې دي.

ډي پي اې خبري آژانس لیکي، د کوویشېلډ ' 'Covishield واکسین لومړنۍ جوپه نن د پونه ښار د سیروم انډیا انسټیټیوټ څخه ډهلي او نورو ۱۲ ښارونو ته واستول شوه.

تمه ده یو بل هندي واکسین چې کوواکسین نومېږي ډېر ژر په حیدراباد کې د بهارت بیوټیک درمل جوړونې شرکت څخه نورو ښارونو ته انتقال شي.

د هند حکومت په پام کې لري تر جولای میاشتې پورې د دې هېواد ۳۰۰ میلیونه وګړو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق کړي.

هند ترامریکا وروسته د کوېډ- ۱۹ ناروغۍ تر ټولو ډېرې پېښې لري.

څه باندې لس میلیونه کسان په هند کې په دې ویروس اخته شوي دي او له همدې ناروغۍ څخه تر اوسه څه باندي ۱۵۱ زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG