د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۰۲

راشد خان د اسټرالیا په بېګ بش لیګ کې خپلې لوبې پای ته ورسولې


راشد خان

راشد خان د اسټرالیا په بېګ بش لیګ کې خپلې لوبې پای ته ورسولې.

هغه نن د اډیلایډ سټرایکرز ټيم په ګټه په سږني بیګ بش شل اوریزو لوبو کې لس لوبې وکړې او شپاړس ویکټې یې واخیستي.

راشد خان په سږني لیګ کې وروستۍ لوبه د ملبورن سټارز په وړاندې وکړه او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

په راشد خان سربېره محمد نبي، مجیب الرحمن او نوراحمد هم سږ کال په بېګ بش کې ولوبېدل.

د سر دا دری وتلي افغان لوبغاړي به اوس متحده عرب اماراتو کې د افغانستان د ملي ټیم له تمرینونو سره یوځای کېږي څو له ایرلند سره یو ورځنیو لوبو ته چمتو شي.

د افغانستان او ایرلند دری یو ورځنۍ لوبې د ابوظبۍ په شیخ زاید سټډیوم کې د جنورۍ له ۲۱ پیلېږي.

XS
SM
MD
LG